ايران کې د پوليسو پر ګزمې چاودنې مرګ ژوبله اړولې
راپورونه وايي په دغه چاودنه کې يو شمېر پوليس ټپيان شوي دي
ايراني چارواکي وايي د سيستان بلوچستان ولايت په نيکشهر کې د ماين يوې چاودنې لږترلږه يو پوليس وژلی دی.
د فارس خبري اژانس د وژل شويو پوليسو شمېر درې ښوولی دی.
د سيستان بلوچستان ولایت د پوليسو مشر حسين رحيمي ايرنا خبري اژانس ته ويلي: ”د نيکشهر په سيمه کې هغه مهال چې پوليس پر ګزمه بوخت و، چاودنه شوې ده.”
راپورونه وايي په دغه چاودنه کې يو شمېر پوليس ټپيان شوي دي.
تر اوسه لا روښانه، نه ده چې چا او يا کومې ډلې دغه بريد کړی دی.
د ايران مخالفې وسلوالې ډلې چې ځانونه د سني او بلوڅ لږکيو پلويان بولي تر دې وړاندې ورته بريدونه کړي دي.
ايران دغه ډلې (ترهګرې) بولي.
مخکې هم د ايران په سيستان او بلوچستان ولایت کې چې پاکستان او افغانستان سره ګډه پوله لري دا ډول پېښې شوې دي.