د حمص له زاړه ښاره سلگونه خلک په وتلو دي.

د سوریې د حکومت مخالفو وسلوالو ډلو، د حمص په ښار کې د سیمه ایزو چارواکو سره په یو اوربند موافقه کړې ده او تر خپلې ولکې لاندې له وروستیو سیمو نه د سورF5783376-46A4-44FE-BD15-1DA8111305DF_mw1024_s_nیې شمالي ښارونو ته یې په شا تگ پیل کړی دی.

دغه موافقه تېره اونۍ شوې وه چې له مخې به یې ټولټال ۳۲۰۰ یاغیان له خپلو کورنیو سره له دغه ښاره وځي.

د سوریې حکومتي ځواکونو دا سیمه له څو کلونو راهیسې، د هیواد د کورنۍ جگړې په مهال چې یوه کوچنۍ یاغي ډله په کې میشت وه، کلابند کړې وه.

د حمص والي اسوشیتد پرس ته ویلي دي، ټاکل شوې ده چې لږ تر لږه ٣٢٠ وسلوال یاغیان د حمص وائل سیمه پریږدي. د دې ترڅنگ چې مخالف وسلوال جنگیالي دا سیمه پریږدي په سلگونه ملکي خلک هم په بسونه کې سپریږي او له دې سیمې نه پښې سپکوي.

په بریتانیې کې میشت د بشري حقونو د څار ډله چې په سوریې کې د تاوتریخوالي څارنه کوي وایي تمه ده چې د چهارشنبې په ورځ به ٧٥٠ کسان د وائل سیمه پریږدي. په دې سیمه کې د یاغیانو شمیر څو زرو ته رسیږي چې له درېیو کلونو راپدیخوا د سوریې د دولتي ځواکونو له خوا کلابند شوي وه.

د دې ټولو یاغیانو د وتلو سره به د حمص د ښار کنترول چې د سوریې د پلازمینې دمشق په ١٥٠ کیلومترۍ کې پورت دی، په پشپړه توگه د جمهور رئیس اسد د ځواکونو لاس ته ورشي. د حمص ښار د سوریې د شمال د حماه او حلب ښارونه سره تړلي دي.

د سوریې حمص ښار د هیواد په شمال کې د حماه او حلب ښارونه سره تړلي

هغه هڅې چې سوریې ته د سولې یو هر اړخیزه موافقه رامنځ ته کړي تر اوسه پورې کومې نتیجې ته نده رسیدلې خو په سیمه ایزه کچه د هیواد په ځینو سیمو کې د وسلوالو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د اوربند کوچنۍ معاملې شوې دي.

بل خوا د سوریې د حکومت نورو مخالفو ډلو د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې غونډه وکړه چې د حکومت سره د سولې د خبرو اترو مخکې یوه متحده جبهه جوړه کړي.

دمگړۍ د ملگرو ملتونو سازمان او د نړۍ ځواکمن هیوادونه هڅه کوي چې د راتلونکي عیسوي کال د جنوري میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې د سوریې حکومت او بیلابیلو مخالفو ډلو ترمنځ د ملگرو ملتونو په منځگړتوب د خبرو اترو زمینه برابره کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *