کوکنار تر ډېره هلته کرل کېږي چې امنیت یې ښه نه دی او د افغان حکومت وسلوال مخالفان په کې فعال بلل کېږي

افغان حکومت او د ملګرو ملتونو د نشه يي توکیو او جرمونو بنسټ ویلي دي چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله ۱۹ سلنه کمه شوې ده141022001821_afghan_poppy_640x360_getty_nocredit.

افغان چارواکي چې په روان ۲۰۱۵ میلادي کال کې د اپینو تولید هم ۴۸ سلنه ښکته شوی دی. د افغان امنیتي ځواکونو د همغږۍ کچه ښه کیدل او په دې مبارزه کې د ولسي خلکو ګډون د کوکنارو او اپینو د کچې د ښکته کېدو له لاملونو بلل شوي.

مصطفی سالک له کابله خپل رپوټ کې کاږي، چې دافغان حکومت او ملګرو ملتونو د نشه يي توکیو او جرمونوضد بنسټ د نوي خپاره کړي راپور له مخه په روان ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغانستان د کوکنارو د کروندو کچه د تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه ښکته شوې ده.

راپور جوتوي چې ګواکې سږ کال ددغه هېواد پر ۱۸۳ زره هکتاره کرنیزه ځمکه د کوکنارو کروندې کرل شوي خو وايي تېر کال بیا دا کچه ۲۲۴ زره هکتاره وه.

افغان حکومت د کوکنارو د کرکیلې د کچې دا ښکته کېدل له ۲۰۰۹ کال راهیسې بې مخینې بولي.

د افغانستان نشيي توکیو ضد وزیرې سلامت عظیمي وویل چې د کوکنارو له کر سره همهاله د اپینو د تولید کچه هم ۴۸ سلنه پریوتې ده.

د نشه يي توکیو ضد افغانې وزیرې ۲۰۱۵ میلادي کال له نشه يي توکیو سره د مبارزې په برخه کې له لاس ته راوړنو ډک کال وباله

” په ټوله کې د تېرو کلونو پرتله د کوکنارو تولید ۴۸ سلنه کم شوی دی، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې دا کچه ۶۴۰۰ میټریک ټنه وه ،خو په روان ۲۰۱۵ میلادي کال کې دا کچه ۳۳۰۰ میټریک ټنو ته ښکته شوې ده،پر دې بنسټ ویلی شو چې په افغانستان کې د اپینو تولید کم شوی دی”

د اپینو د تولید کمیدل لامل شوي چې په بازارونو کې یې بیې لوړې لاړې شي. د راپور په ټکو په تلونکي کال کې د یو کیلو ګرام اپینو بیه له ۱۳۱ ډالرو ۱۷۰ ډالرو ته پورته شوې ده.

د افغان حکومت او ملګرو ملتونو په ګډ راپور کې راغلي چې افغان امنیتي ځواکونو هم په تېرو دوو کلونو کې ۱۲۸ زره کیلو ګرامه ډول ډول نشي توکي نیولي دي.

د نشه يي توکیو ضد افغانې وزیرې ۲۰۱۵ میلادي کال له نشه يي توکیو سره د مبارزې په برخه کې له لاس ته راوړنو ډک کال وباله او ددغه پرمختیا لامل یې دا په ګوته کړ چې په وینا یې اوس د پخوا پرتله د افغان امنیتي ځواکونو همغږي ډېره شوی او ولسي خلکو هم ورسره په دې برخه کې مرسته ډېره کړې ده.

دا راپور داسې مهال خپور شو چې افغان حکومت تر تېرو کلنونو ډېر له امنیتي ،سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ و. کوکنار هم تر ډېره هلته کرل کېږي چې امنیت یې ښه نه دی او د افغان حکومت وسلوال مخالفان په کې فعال بلل کېږي.

سربېره پردې په نشو روږدي افغانان هم تر دوو میلونو ډېر ښوول شوي، چې د درملنې د اسانتیاوو لږوالی او نشتوالی یې د راپور له مخه لویه ننګونه ده. له افغان حکومته وغوښتل شول چې ددې تشې ډکولو ته پام وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *