چارواکي وایي چې لا هم د دوه وسله والو هویت څرګند نه دی چې د ملي اردو په یونیفورم کې مړي د پیښې ځای سره نږدې پیدا شوي ديچارواکي وایي چې لا هم د دوه وسله والو هویت څرګند نه دی چې د ملي اردو په یونیفورم کې مړي د پیښې ځای سره نږدې پیدا شوي دي4966

په کندهار کې د پوليسو پر یوه مرکز په ځانمرګي برید کې درې پوليس وژل شوي او د ملي امنیت د یوه کار کونکي په ګډون دوه تنه نور ټپیان دي .

تیره شپه شپږ بجې د کندهار ښار د برېښنا کوټ د پوليسو پر اولسم ماموریت باندي دوه تنو وسله والو ځانمرګو برید کونکو برید وکړ چې د شپې تر یوولسو بجو پورې له امنیتي سرتیرو سره په نښته کې وو .

یوې امنیتي سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې برید کونکو لومړی پر تلاشۍ بوختو درې پولیسو په ګولیو ووېشتل او وروسته هغوی ماموریت ته ننوتل .

سرچینه زیاته وي چې په ماموریت کې د یوه اشپز په ګډون شپږ تنه پوليس روغ رمټ پاته شوي خو د ملي امنیت د یوه کار کونکې په ګډون د پوليسو یو بل سرتیر ټپي شوی دی .

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا دراني امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې په برید کې یوازې دوه برید کونکي وژل شوي او دوه پوليس ټپیان دي .

د برېښنا کوټ د پوليسو ماموریت په یوه ګڼ مېشته سیمه کې موقعیت لري چې د ښار له ګڼي ګوڼي څخه ډکه سیمه ده ، خو پدې پېښه کې عامو خلګو ته زیان ندی رسیدلی .

دغه راز تر دغي پېښي وروسته دوه تنه نورمخالف وسله وال چې د ملي اوردو یونیفورم يې په تن کړی وو ، د انحصاراتو د ودانۍ مخ ته وژل شوي دي .

د کندهار د پولیسو ویاند ضیادرانی وايي چې دوی پلټنې کوي چې وژل شوي کسان هم برید کونکي دي او د که د ملي اوردو سرتیري دي چي د وسله والو له لوري وژل شوي دي .

وسله والو طالبانو د دې برید مسئولیت اخیستی او رسنیو ته په لیږلي پیغام کې يې ادعا کړې چې په پېښه کې يې ګڼو امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *