د ترکيې هوايي شرکت له هېواده بهر ته په شل سلنه ارزانه بيه د افغانستان د غاليو د لېږد قرارداد په داسې حال کې لاسليک کړى، چې تېر کال د ٩٠ ميليون ډالرو په ارزښت افغان عالۍ بهر ته صادرې شوې دي.

دغه قرارداد د غاليو د صادروونکو او توليدوونکو ټولنې مشر عصمت باتور او په افغانستان کې د “ټرکش اييرلاين” هوايي شرکت استازي احمد اوستاش تر منځ نن په کابل کې د “غاليو ملي غونډه، د شرکتونو ټولنيز مسووليتونه، د ماشومانو د استثمار منع او د خلاقيتونو د مرکزونو رامنځته کول” تر نوم لاندې په غونډه کې لاسليک شوafghan_export_18645-JamNews-1.

عصمت الله باتور په دغه ناسته کې وويل، د دغه قرارداد پر بنسټ ياد ترکي شرکت د نورو هوايي شرکتونو په پرتله افغان غالۍ په شل سلنه ارزانه بيه له هېواده بهر لېږدوي.

هغه هيله څرګنده کړه، د دغه قرارداد لاسليک به د غاليو د صادرولو د لوړوالي په برخه کې اغېزناک وي، ځکه په وروستۍ يوه نيمه لسيزه کې د غاليو صادرات ډېر کم شوي دي.

د ټرکش اييرلاين هوايي شرکت استازي احمد اوستاش وويل، دغه شرکت هڅه کوي چې د افغانستان غالۍ د نړۍ ټولو هېوادونو ته په مناسبه او د نورو هوايي شرکتونو په پرتله په شل سلنه ارزانه بيه ولېږدوي.

هغه وويل، دغه شرکت اوسمهال د نړۍ ٢٨٨ برخو ته الوتنې لري او د افغانستان د غاليو صادروونکو لپاره به ښه امکانات برابر کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزير همايون رسا هم په دغه ناسته کې وويل، په ١٣٩٣ لمريز کال کې د ٩٠ ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت شاوخوا ٨٥٠ زره متره مربع غالۍ له افغانستان څخه بهر ته صادرې شوې دي.

نوموړي، د ١٣٩٢ لمريز او روان کال غاليو د صادرولو په اړه جزئيات وړاندې نکړل، خو ويې ويل چې پخوا د ١٣٩٣ لمريز کال په پرتله د غاليو د صادرولو کچه لوړه وه.

نوموړي نن له ترکي هوايي شرکت سره د قرارداد لاسليک، د غاليو د صادرولو کچې د لوړوالي په برخه کې يو مثبت ګام وباله او زياته يې کړه، چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت په دغه برخه کې د غاليو له صنعت او صنعتکارانو څخه ملاتړ کوي.

نوموړي د غاليو د برخې له صنعتکارانو څخه وغوښتل، چې د غاليو په توليد کې د ماشومانو په استخدام کې، د ماشومانو د حقونو نړيوالو کنوانسيونونو ته پوره پام وکړي.

هغه د غاليو له توليدوونکو وغوښتل، چې له ١٨ کلونو څخه پر کم عمره ماشومانو درانه او جبري کارونه ونه کړي او دوى بايد په يوې اونۍ کې له ٣٥ ساعته څخه کم کار وکړي.

د مرکزي احصايې د اقتصادي احصايو مشر عزيزالله فقيري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې، بهر ته د ٤١ ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت شاوخوا ٤١٩ زره متره مربع غالۍ صادرې شوې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *