له دې وړاندې هم څو ځله په يمن کې د اوربند لپاره هڅې شوې دي

د يمن ولسمشر عبدربه منصور هادي وايي راتلونکې اونۍ به په دې هېواد کې يو اووه ورځنی اوربند پيل شي.

دغه اوربند په سويس کې د سولې خبرو سره يو ځای پيل کېږي. د يمن لپاره د ملګرو ملتونو استازی وايي يمن حکومت او 151206082228_yemen_pro-government_militia_640x360_reuters_nocreditحوثي ياغيانو تر منځ د سولې خبرې به د ډسمبر پر ۱۵نېټه سويس کې پيل شي.

د يمن ولسمشر عبدربه منصور هادي ملاتړي ځواکونه له تېرو ۹ مياشتو د شعيه حوثي ياغيانو سره په جګړه لګيا دي.

راپورونه وايي په دغه موده کې شاوخوا شپږه زره کسان چې نژدې نيمايي يې ولسي وګړي دي وژل شوي.

له دې وړاندې هم څو ځله په یمن کې د اوربند لپاره هڅې شوې دي، خو دغه هڅې نه وې کاميابې شوې او دواړو غاړې يو بل د اوربند پر ماتولو توروي.

حوثي ياغيان تېر کال د يمن پلازمېنې صنعا په ګډون پر ځينو برخو واکمن شول، خو عربستان بيا وايي ايران یمن کې د حوثي ياغيانو ملاتړ کوي.

همدا ډول تېره اونۍ له يمن څخه راغلي راپورونو ښودلې وه چې القاعدې ډلې هم د يمن په جنوبي برخو کې پرمختګ کړی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *