د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د شمېرو له مخې د راستنو شویو درې برابره افغانان بېرته له افغانستانه وتلي دي.

زیاتره افغان کډوال د یونان له لارې اروپايي هېوادونو ته ځي، چې له ۳۰ تر ۷۰ سلنه یې په اروپا کې منل شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د دفتر مشرې مایا امرتونګا په کابل کې د کډوالي، فرصتونو او ننګونو په نوم جوړ شوي سیمینار په افغانس151208083840_afghan_migrants_640x360_reuters_nocreditتان کې د افغانانو د کډوالۍ لاملونو او هغو ته د رسېدو غوښتونکې شوه:

“تر سوریانو وروسته افغانان په اروپا کې د کډوالو لویه برخه جوړوي. د افغانانو د کډوالۍ اصلي لاملونه ، نهیلۍ، د نا امنیو ډېرېدل او د اقتصادي او سیاسي حالاتو خرابېدل دي. په اروپا کې د ټولو کډوالو شل سلنه یې افغانان جوړوي. د افغانستان له ۳۴ په ۲۹ کې یې خلک له جګړو اغېزمن دي. داسې ویرې هم شته چې په کور دننه د بې ځایه شویو ۳۰۰ زرو کسانو شمېر تر یو میلیون لوړ شي”.

بل خوا افغان چارواکي وايي د افغانان د بېرته راستنېدو لپاره یې یوه طرحه جوړه کړې ده چې پلي کول به یې ۵۵۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ولري.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي په روان کال کې شاوخوا شپېته زره کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي:

۸۰ زره افغان کډوال جرمني ته تللي او هلته یې د پناه غوښتنه کړې.

“سږ کال موږ په افغانستان کې د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره یوه طرحه جوړه کړې، او د ایکسکام کلنۍ غونډې ته چې افغان کډوالو ته پکې ځانګړی پام شوی وو وړاندې کړه. او له مخې یې د ۲۰۱۷ کال تر پایه د ۵۵۳ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا ده. په خوښۍ سره چې تر دې دمه یې مرسته کوونکو ښه هرکلی کړی دی. او ددغې بودیجې نیمايي ژمنه یې هم شوې ده”.

خو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د شمېرو له مخې د راستنو شویو درې برابره افغانان بېرته له افغانستانه وتلي دي.

له افغانستان څخه د کډوالۍ اصلي لاملونه د راتلونکې په اړه نهیلي، د ناامنیو زیاتېدل، د اقتصادي او سیاسي حالاتو خرابېدل بلل کیږي. د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي په روان کال کې شاوخوا شپېته زره کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي

په روان کال کې تر سل زرو ډېرو افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې کړي چې د ټولو کډوالو شل سلنه جوړوي.

د افغانستان له ۳۴ ولایتونو په ۲۹ کې یې خلک له جګړې اغېزمن شوي. داسې وېره ده چې د کورنیو بې ځایه شویو شمېر له ۳۰۰ زرو نه یو میلیون کسانو ته ورسېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *