د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو د مبارزې عمومي رییس جنرال ظاهر ظاهر وايي، چې نیول شوی کس اشرف نومیږي او وروسته له هغې چې نجلۍ به یې خوښه شوه تعقیبوله او په مناسب فرصت کې به یې وتښتوله.

څه وخ12308825_1022909741104549_330887705833600010_nت مخکې د فېروز په نوم یو ۲۳ کلن ځوان چې میېنه یې “زهره” انسان تښتوونکو وتښتوله او هغه ځان ته په عام محضر کې اور ورته کړ.

د فېروز معشوقه انسان تښتونکو د کابل ښار څلورمې ناحیې اریانا پوهنتون له وره تښتولې وه او ۱۵ ورځې لا درکه وه.

وروسته له څو ورځې معلومه شوه، چې انسان تښتونکو دغه نجلۍ د خپلو جنسي غوښتنو د پوره کولو له پاره تښتولې ده او د څو ځلې جنسي تېریو وروسته یې په یوې دښته کې خوشې کړې وه.

د جنايي جرمنو د مبارزې ادارې د څېړنو له پایلو وروسته معلومه شوه، چې نیول شوی اشرف په دې قضیې کې اصلي تورن دی، نوموړی د فېروز پر معشوقې د جنسي تېري او تښتولو په پېښه کې لاس درلود.

جنرال ظاهر وویل، دغه قضیه هغه مهال روښانه شوه، چې شاوخوا ۲۰ ورځې مخې په کابل ښار کې اشرف یوه نجلۍ تښتوي.

د کابل ښار امنیې قومندانۍ پولیس د څوو پرلپسې عملیاتو وروسته په دې بریالي کیږي، چې اشرف ونیسي.

د ظاهر په خبره، اشرف یو حرفوي کس دی او مخکې له دې، چې نجلۍ وتښتوي د خپل دغه کار له پاره پر څو لارو چارو غور کوي او نجونې د فلم او انځورونو په اخیستلو سره ګواښيي.

ده وویل، که دغه کار یې چاره اسانه نه کړي، نو خپل ښکار په مناسب فرصت کې تښتوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه وخت مخکې کورنیو رسنیو د ارګ مخې ته د یو ۲۳ کلن ځوان چې فېروز نومېده ځان ته اور ورته کړی و، خبر یې خپور کړ.

د فېروز له ځان سوزونې وروسته بېلا بېلې خبرې کېدلې او د فېروز د ځان سوزولو پېښه روښانه نه شوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *