د پاریس د هوا بدلون ناسته د روسیی او ترکیی د اختلisافاتو تر سیوری لاندی تر سره شوه د رارسیدلو ریپوټونو له مخې د ترکیې ولسمشر اردوغان له پوتین سره څو ځله د لیدنې هڅې کړې خو پوتین په کراتو له ده سره لیدنه رد کړې ده بله خوا په ټولنیزو رسنیو کې د ترکیې او روسیې ترمڼخ د اختلافاتو د ډيرښت په هکله مالومات ورکول کیږي او داسې ښکاري چې پوتین له اردوغان سره د چلند له مخې خپله تګلاره ټاکلې ده.

هغه یو شمیر اسناد او لاسوندونه چې پوتین له ځان سره د پاریس ناستې ته راوړي وو په دې دول دي

ـ ترکیه له ترهګریزو ډلو تیل پیري ؛

ـ د داعش وسله واله دله د ترکې په خاوره کې د سوریې له ګډې پولی سره پوځي هډه لري

ـ ترکیه د سوریې په خاوره کې د داعش له وسله والې ډلې ملاتړ کوي

ـ ترکیې د داعش د وسلو سانتځای او د زدکړو مرکزونو ته ځای ورکړی

ـ ترکیه چې له سوریې سره ګده پوله لري او انقره یې د ملکیت ادعا کوي ک او دا اجازه یې ورکړې ترڅو د داعش وسله واله ډله په دې سیمو کې فعالیت وکړي

فرانسوي سرچینو هم ویلي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دوی ته د ترکیې په هکله یو شمیر اسنادونه او لاسوندونه وړاندې کړي دي او دا اسنادونه ددې ښکارندوي کوي چې په خپله اردوغان له ترهګرو ملاتړ کوي او په دې برخه کې لاس لري او دا مسله د فرانسې دولسمشر د اندیښنې وړ ګرخیدلې ده.

پوتین ځرنګه چې ژمنه کړې وه د پاریس د اوبو او هوا د بدلون په ناسته کې یې د اروغان د خیانت په هکله ځینې اسناد او شواهد وړاندې کړي دي او فرانسوي چارواکیو ویلي چې پوتین په ډې هکله په کراتو ولادیمیر پوتین ته کسان ور استولي ویلي یې دي چې له ننه د ښه نیت په موخه د سوریې پر فضا د ترکیې الوتنې ځنډول کیږي او که چیرې پوتین وغواړي چې له دوشنبې مخکې له ده سره وګوري زه دې ته چمتو یم تر څو د هرې روسي الوتکې د نسکوریدو په هکله بښنه وغواړم او ددې نسکورو شویو الوتکو تاوان ورکړم

پوتین هم دا پیغامونه تر لاسه کړي او ځواب یې ورکړی دی د بښنې غوښتنې وخت تیر شوی او خاینین به ډیر ژر ټولو ته ور وپیژندل شي.

د پاریس په ناسته کې د پوتین او اردوغان ترمنځ د پیامونو لیږد را لیږد د پام وړ وو پرته له دې مخې چې ترکیه په خپل دریځ کې کمزورې وه ترکیې باید له دې مخکې چې روسې الوتکه یې نسکوره کړې په دې هکله فکر کړی وی کیدای شي د انقرې چارواکیو په ځانګړې توګه اردوغان په دې آند وو چې روسیه او پوتین هم تر ډیره د لویدیځوالو په څیر دي او کیدای شي تر دې کچې یې له مسکوه دا هیله نه درلوده خو دا یوه تیروتنه وه چې تر سره شوه او کیدای شي ترکیه له دې امله دروند زیان وګالي.

د سوریې په خاوره کې پر روسي الوتکې د ترکانو برید تر ډیره له دې امله وو چې روسيې د داعش په ګډون د سوریې دولت پر هغه وسله والو مخالفینو هم بریدونه کول کوم چې د ترکیې له ملاتړه برخمن وو او ددې بریدونو له امله یې تر ډیره ماته خوړلې   له خپلو مورچلو په شا شوې او دولتي سرتیري د پرمختګ په حال کې دي ترکیې په تیرو څلورو کلونو کې د بشار اسد د نسکورولو لپاره ډیرې هڅې وکړې په داسې حال کې چې دا انګرل کیده چې اسد د خپلې واکمنۍ وروستې شپې ورځې تیروي په یوځلې سره د جګړې لوری بدل شو نو له دې مخې ترکیې د سوریې د دولت د پرمختګ له مخې چې د روسانو په ملاتړ تر لاسه شوی وو روسي الوتکه نسکوره کړه.

تر اوسه دا نده روښانه چې دا برید د نآتو او امریکا سره په همغږۍ تر سره شوی او که نه خو کولای شو هغه مسایل چې له دې برید وروسته رامنځ ته کیدل یې شونې دي تر څیړنې لاندې ونیسو دا چې دا برید د امریکا په همغږۍ تر سره شوی او که نه دا دلیل کیدای شي چې د منځني ختیځ په هکله امریکا او ترکیه په یوه لوري ولاړ دي او د سیمې د حالاتو په هکله واشګټن د انقرې یو مشوره ورکونکی هیواد دی نو دې ته په کتو سره دا شونې ده چې دا برید د امریکا په خوښه او همغږۍ تر سره شوی وي.

د سوریې په خاوره کې د داعش او نورو وسله والو پر وړاندې له یوې میاشتې راهیسې روسیې هوایي بریدونه پیل کړي دي او د سوریې ولسمشر بشار اسد دا بریدونه بریالي او له لاسته راوړنو ډک ښودلي ویلي یې دي چې دا بریدونه د وسله والو مخالفینو په ځپلو کې ګتور دي د سوریې ولسمشر د ترکیې له لوري د یوې روسي الوتکې د نسکوریدو په هکله ویلي دې برید د ترکیې د ولسمشر اصلي موخه په ډاګه کړه او دایې وښوده چې اردوغان په سوریه کې د روسیې مداخله چې د جګړې لوری یې بل لوري ته ګرځولی په اندیښنه کې دی او خپل اعصاب یې له لاسه ورکړي دي.

د سوریې ولسمشر بشار اسد چې له یوې چکې تلویزیوني شبکې سره مرکه کوله وویل خپلو نړیوالو ملاتړوو ته په کتو سره دی ډآډ من دی چې ددوی ځواکونه به پر خپل ځای پاتې شي او په دې هکله به د روسیې په تګلاره کې بدلون رامنځ ته نشي.

بشار اسد له هغه وروسته دومره ډاډ من شوی کله چې روسیې پّ سوریه کې بریدونه پیل کړل د روسیې بریدونو چې پر داعش او د اسد پر نورو مخالفینو روان دي د اسد رژیم یې له نسکورولو ژغورلی دی له دې سره چې مخکې له دې د لبنان حزب الله ډلې او ایران له ده څخه په کلکه ملاتړ کاوه خو دې بهیر په دې وروستیو کې خپله ځواکمني له لاسه ورکړې وه دې موضع بشار اسد او دده حکومت د پخوا په پرتله تر ډیره تر فشار لاندې راوستلی وو حتی ده او دده پوځي قومندانانو له دمشقه د شاتګ پلان او ددې هیواد په شمال لویدیځو سیمو کې یې د حکومت د رامنځ ته کولو پلان رامنځ ته کړی وو دا هغه سیمه ده چې د لاذقیه بنادر او طرطوس سیمې چې ډيری اوسیدونکي یې علویان دي په سوریه کې د روسیې مداخلې او ددوی هوایي بریدونو د بشار اسد په رګونو کې وینه جاري وساتله او یوځل بیا خپلې واکمنۍ ته هیله مند شو د روسیې بریدونو نه یواځې چې د اسد رژیم ژغورلی بلکې د ایران له اوږو یې دروند پیټي سپک کړ .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *