د ننګرهار والي وايي، په اچين ولسوالۍ کې د داعش د مهارولو لپاره زر سيمه ييز پوليس ګومارل کېږيindex_9.

والي سليم خان کندوزي د ولايتي ادارې د پوځي مشرانو په ګډون د ليندۍ په ۱۷مه، يادې ولسوالۍ ته په سفر کې وويل، چې په اچين کې پيل شوي عمليات بريالي روان دي؛ خو د امنيت لپاره د خلکو همکاري اړينه ده.

نوموړي د ولسوالۍ په مقام ته څېرمه قومي غونډې ته په وينا کې وويل: ((زر سيمه ييز پوليسو تاسو رامعرفي کړئ، موږ يې تشکيل ډېروو، ځکه هغه سيمې چې له داعش يې نيسو، بايد همدا پوليس په کې ځاى پر ځاى شي.))

ده وويل، په دې ولسوالۍ کې يې ۲۰۰ زده کوونکو ته قرطاسيې برابرې کړي او ډېر ژر به يې په يو شمېر سيمو کې تړلي ښوونځي بېرته پرانېستل شي.

هغه داعش وسله والو ته په اشاره کې وويل: ((خپل اولادونه د پاکستان په مدرسو او ښوونځيو کې زده کړو ته پرېږدئ، خو په اچين کې زموږ د اولادونو د تعليم مخه نيسئ.))

د ننګرهار د ملي امنيت رييس جنرال دادمحمد حريفي وويل: ((د سيمه ييزو پوليسو لپاره تاسو خپل بچيان رامعرفي کړئ، موږ به يې وګومارو.))

نوموړي ځايي مشرانو ته په وينا کې وويل، د دوى په همکارۍ به په سيمه کې امنيت لاپسې ښه شي.

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فصل احمد شېرزاد بيا وويل: ((وزيرستاني او اوکزايي د ډيورنډ له کرښې راتېرېږي او دلته بريدونه کوي، نو زموږ ولس هم بايد را وېښ شي او د خپل دښمن پر ضد ودرېږي.))

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، له داعش وسله والو يې ډېرې سيمې نيولي او عمليات يې بريالي روان دي، خو په دې برخه يې د سيمه د خلکو همکاري اړينه وبلله.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزير وويل: ((داعش ويلې چې د جلال اباد ښار به ونيسي، خو زموږ سرتېرو يې دفاع وکړه او پلانونه يې ورته ناکامه کړل.))

وزيري په خپلو خبرو کې د افغان سرتېرو ستاينه وکړه، چې له ډېرو مودې راهيسې يې په اچين او ورڅېرمه سيمو کې د داعش وسله والو مخه ډب کړي او مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.

د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري په خپلو خبرو کې پر مرکزي حکومت نيوکه وکړه، چې په لومړيو کې يې د داعش پر وړاندې جدي مبارزه ونه کړه.

نوموړي يادونه وکړه، چې حکومت بايد په سيمه کې پيل شوي عمليات پر مخ يوسي او د بې ځايه شوو لپاره اسانتياوې او مرستې برابرې کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *