د سره رود ولسوالۍ ځانمرګي بريد ١٢ کسان ټپيان کړي
چارواکي وايي چې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ پر امنيې قوماندانۍ د موټر په وسيله ترسره شوي ځانمرګي بريد کې ١٢ تنه ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطالله خوږياڼي وويل چې دغه بريد نن سهار په پنځه نيمو بجو د يوه هينو موټر په وسيله وشو.
هغه زياته کړه چې د بريد له امله د امنيې قوماندانۍ ډېره برخه ويجاړه او په سيمه کې د بازار لسګونه دوکانونه زيانمن شوي دي.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي چې له نورو امنيتي مسوولينو سره سيمې ته راغلى و، پژواک اژانس ته وويل چې په دغه بريد کې د اوو پوليسو په ګډون ٩ کسان ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا چې د چاودنې له امله د سره رود ولسوالۍ د بازار ګڼ دوکانونه هم ويجاړ شوي او خلکو ته زيات مالي زيانون اوښتي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال وويل چې دوى ته ١٢ ټپيان ور وړل شوي وو چې ٩ يې رخصت شوي او په پاتې ټپيانو کې د يوه روغتيايي حالت نازک دى.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.