د عراق د پارلمان د امنيتي او د فاعي چارو د کميټي مشر حكيم الزاملي د العربى آل جاديد ورځپاڼۍ سره په مرکه کې ويلي دي، چې بغدا د ښايي، وروسته له هغه چې ترکيي ددغه هېواد پر خپلواکۍ تيری وکړ د مسکو څخه د مرستي غوښتنه وکړي.

تر دې مخکې د ترکيي هېواد د عراق شمال د موصل ښارته څيرمه ۱۳۰ سرتيري، چې د ترکي مقاماتو په وينا ع419684راقي کردانو «پيشمرګه» ته پو ځي تعليمات ورکوي استولي دي. د عراق ديپلوماتيکو کړيو د ترکيي څخه غوښتي دي چې هر څه ژر خپل عسکر له عراق وباسي او د ترکيي دغه عمل يي «غليمانه اقدام » بللی دي.

« موږ امکان لري ، د ترکيي د تيري او دعراق د ملي حاکميت څخه د سرغړونې په ځواب کې ډير ژر د روسيي څخه په عراق کې د پوځي مستقيمي مداخلي غوښتنه وکړو». — دامطلب حكيم الزاملي څر ګند کړ.

حکيم الزاملي په داسي حال کې په ترکيي د پوځي عملياتو کواښ کړی کچيري پو ځيان يي ژر له عراق څخه ونه وځي.

د پارلمان غړي يو ځل بيا په تکرار سره وويل چې ترکيي پر ته له دې چې د عراق دولت خبر کړي خپل پو ځيان يي د ده د هېواد خاورې ته داخل کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *