د وينزويلا دولت مخالف گوندونه له اولسو کلونو وروسته په پارلماني ټاکنو کي بريالي شوي دي مخالفينو د هوگوچاوز په مشری حاکم گوند ته په لومړي ځل په ماتي ورکولو سره بريا تر لاسه کړې ده

د ونزویلا د ټاکنو کمیسیون ویلي د حاکم ګوند مخالفینو ایتلاف په پارلماني ټا20151124_134924کنو کې نهه نوي سلنه رایې خپلې کړي دي او حاکم سوسیالیست ګوند ته یې د شپږ څلویښت ځوکیو په توپیر سره ماته ورکړې. ددې پآیلو له اعلان څو شیبې وروسته د حاکم ګوند او د حکومت ریس نیکلاس ماددورو په ټاکنو کې د خپل ګوند ماته منلې ده او دا پایله یې تیاره ښودلې. د ونزویلا ولسمشر ویلي چې له دې وروسته به یې هم ګوند له خلکو او خپل هیواد څخه دفاع او د هوګوچاوز د پاځون د دوام هڅه به وکړي. پر ټاکنو د خوراکي توکو کمښت لکه شیدو وریجو بورې غوړیو او نورو اړنو توکو سیوری غوړولی وو ولسمشر دا پایله اقتصادي جګړه وښوده هغه جګړه چې دده مخالفینو د دوی پر وړاندې په لاره اچولې وه.

له بلې خوا دا ټاکنې د ولسمشر د محبوبیت لپاره یو ډول ټول پوښتنه ښودل شوې د هغه ولسمشر چې د هوګو چاوز له مشری وروسته د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی له دې سره چې په پارلماني ټاکنو کې مخالفین بریالي شوي خو بیا به هم سوسیالیست ګوند چې حاکم دی تر ډيره د واک واګې په لاس کې ولري ډیری ښاروالی او ولایتي شوراګانې اوس هم له حاکم ګوند سره دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *