چارواکي وايي چې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ پر امنيې قوماندانۍ د موټر په وسيله ترسره شوي ځانمرګي بريد کې ١٢ تنه ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطالله خوږياڼي وويل چې دغه بريد نن سهار په پنځه نيمو بجو د يوه هينو موټر په وسيله وشو55553.

هغه زياته کړه چې د بريد له امله د امنيې قوماندانۍ ډېره برخه ويجاړه او په سيمه کې د بازار لسګونه دوکانونه زيانمن شوي دي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي چې له نورو امنيتي مسوولينو سره سيمې ته راغلى و، پژواک اژانس ته وويل چې په دغه بريد کې د اوو پوليسو په ګډون ٩ کسان ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا چې د چاودنې له امله د سره رود ولسوالۍ د بازار ګڼ دوکانونه هم ويجاړ شوي او خلکو ته زيات مالي زيانون اوښتي دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال وويل چې دوى ته ١٢ ټپيان ور وړل شوي وو چې ٩ يې رخصت شوي او په پاتې ټپيانو کې د يوه روغتيايي حالت نازک دى.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *