هندوستان د واګه بندر له لارې د افغانستان د مڼو صادراتو ته اجازه نه ورکوي
هندوستان د واګه بندر له لارې د افغانستان د مڼو صادراتو ته اجازه نه ورکوي
د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، هندوستان له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د افغانستان مڼو ته اجازه نه ورکوي، څو د واګه بندر له لارې ياد هېواد ته صادرې شي.
يادې خونې له افغان حکومته وغوښتل، چې د يادې ستونزې د هواري لپاره جدي ګام واخلي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې لومړي مرستيال خانجان الکوزي، نن په کابل کې په خبري ناسته کې وويل، چې هندوستان له درېيو مياشتو راپدېخوا د افغانستان مڼو ته اجازه نه ده ورکړې، چې د واګه بندر له لارې ياد هېواد ته صادرې شي.
هغه زياته کړه: “له درېيو مياشتو راهيسې د هندوستان دولت تصميم نيولى چې د افغانستان د مڼو صادارت د ايران د عباس بندر له لارې دغه هېواد ته وشي.”
نوموړي وويل، د ايران د عباس بندر له لارې د افغانستان او د هندوستان تر “نيوا شيوا” بندرې پورې واټن شاوخوا څلور زره کيلومټره دى، په داسې حال کې چې د پاکستان او واګه بندر له لارې د افغانستان او هند ترمنځ واټن ١٢سوه کيلومټره دى.
د الکوزي په وينا، د سوداګرۍ او صنايعو خونې دغه ستونزه څو ځلې له هندي چارواکو سره شريکه کړې، خو تراوسه پورې يې کومه پايله نه درلوده.
نوموړي وويل: “موږ فکر کوو چې د هندوستان سوداګريزې مافيا او د ايران سوداګريزې مافيا لاس سره يو کړى، څو د ايران مڼې په هندوستان کې خرڅې شي، ځکه دا زما د سترګو ليدلى حال دا دى چې په هندوستان کې ټولې ايرانۍ مڼې پلورل کېدل.”
سرچينې زياته کړه، دغه ستونزه يې څو ځلې د افغانستان له سوداګرۍ او صنايعو وزارت سره هم شريکه کړې، خو کومه پايله يې نه درلوده.
د هغه په وينا، که چېرې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت په دې برخه کې ګام پورته نه کړي، نو د افغانستان د صادراتو اندازه به ډېره راکمه شي.
د الکوزي د معلوماتو پر بنسټ، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د افغانستان د صادراتو اندازه ٣٢٠ ميليون امريکايي ډالرو ته رسېده او اټکل کېده، چې دغه اندازه بايد د روان کال تر پايه پورې ٥٠٠ ميليون امريکايي ډالرو ته لوړه شي.
خو نوموړي زياته کړه: “که چېرې د مڼو صادرات د هندوستان له لوري نه وى درول شوي، موږ دا اټکل کړى و چې زموږ د صادارتو اندازه به ٩٠٠ ميليون امريکايي ډالرو ته رسيږي.”
د افغانستان د ميوې د صادروونکو ټولنې مشر حاجي فريد په دې ناسته کې وويل، چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د هېواد د وچې او لندې مېوې د صادراتو لپاره کوم ښه پروګرام نه لري او د سوداګرو ستونزې يې نه دي حل کړې.
هغه زياته کړه، د مڼو په برخه کې د شته ستونزو له امله افغان سوداګرو او بزګرانو ته ميليونونه ډالره زيان اوښتى دى.
نوموړي هم په دغه برخه کې د حکومت د جدي ګام پورته کولو غوښتنه وکړه.
خو د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي پژواک ته وويل، چې دغه ستونزه درې مياشتې وړاندې رامنځته شوې وه، خو د دغه وزارت چارواکو بيا له هندي چارواکو سره خبرې وکړې او دغه ستونزه اوس حل شوې ده.