چارواکي وايي چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو له امله د داعش ١٦ وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل چې دغه هوايي بريدونه په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د اچين ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې ترسره شوي دي.

د هغه په وينا، دغه هوايي بريدونه چې بهرنيو ځواکونو هم په کې برخه اخيستې وه، د يادې ولسوالۍ په150630055311_isis_afghanistan_640x360__nocredit بارو، بانډر، دره بتن او تريلي سيمو کې ترسره شوي دي.

خوږياڼي وويل چې د دغو هوايي بريدونو په ترڅ کې د داعش ١٦ وسله وال وژل شوي او د هغوى دوه هغه دهشکې له منځه وړل شوې چې پر لوړو څوکو کې يې ځاى پر ځای کړې وې.

د والي وياند وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتى.

داعش وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

اچين د ننګرهار لرې پرته او ناامنه ولسوالي ده، دلته د خبرونو په اړه ډېرى اتکا پر چارواکو کېږي؛ ځکه چې ځايي اوسېدونکو او وسله والو مخالفينو ته لاسرسى ګران دى.

اچين ولسوالي چې د داعش وسله والو مرکزي سيمه ګڼل کېږي، له تېرو څو مياشتو راهيسې دلته د افغان ګډو ځواکونو له لوري د داعش وسله والو پر ضد ځمکني او هوايي عمليات روان دي چې په ترڅ کې يې د چارواکو په وينا، سلګونو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *