په افريقايي چاد هيوادد کي د دريو ځانمرگو بريدونو له کبله ۱۹ کسان وژل شوي دي دا بريدونه د دريو ميرمنو له لوري رامنځ ته شوي چي له امله يي يو سل ديرش کسان ټپیان شوي هم دي د بوکوحرام ډلې ددي بريدونو پړه منلي دهnijirya5

د چاد په لویدیځ د کولفو ښار د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه کې د دریو ځانمرګو بریدونو له امله چې تیره ورځ تر سره شوي نولس کسان وژل شوي او یوسل ډيرش نور ټپیان دي. پولیسو ویلي دوه ځانمرګو بریدګرو چې میرمنې وې د ګڼې ګوڼې پّ سمیه کې پر ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنې ورکړې او دریمې بریدګرې په یوه کوځه کې برید تر سره کړی. د چاد حکومت ددې ډول بریدونو د مخنیوي لپاره تیره میاشت بیړنۍ حالت اعلان کړ. ددې هیواد د پولیسو مشر جنرال بنیامین ویلي دا برید د بوکوحرام له لوري تر سره شوی دی. د بوکوحرام وسله والې ډلې چې په کامرون او چاد هیوادونو کې فعالیت لري په دې وروستیو کې یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

دواړو افریقایي هیوادونو ددې وسله والې ډلې پر وړاندې پراخ عملیات هم پیل کړي او په ناجیریا کې چې د چاد په ګاونډ کې پروت هیواد دی ډيری سیمې ددوی له ولکي وتلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *