علومي، دښمن په اعلان شوې او نااعلان شوې جګړه كې ماته خوړلې

علومي، دښمن په اعلان شوې او نااعلان شوې جګړه كې ماته خوړلې د کورنیو چارو وزیر وایي، د هیواد دښمنان په افغانستان کې اعلان شوې او نا اعلان شوې جګړه کې له سختې ناکامۍ سره مخامخ شوي دي30c94_Untitled-161.

د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي دغه څرګندونې نن په کابل کې له ترکیی څخه د ۴۷۰ ښځینه پولیسو فراغت غونډه کې وکړې.

دغه ښځینه پولیسې تیره اوونۍ له ترکیی څخه تر زده کړو وروسته کابل ته راستنې شوې.

د کورنیو چارو وزیر وایي، وسله والو مخالفینو غوښتل،چې په تېر اوړي کې نه یوازې په یو بلکې په ډیرو ولایتونو کنټرول تر لاسه کړي، خو په خبره يې د امنیتي ځواکونو لخوا یی په میړانه مخه نیول شوې ده.

نورالحق علومي زياته كړه، د هیواد دښمنان نشي کولی، چې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې وجنګیږي: (( دښمن زموږ پر وړاندې په يو اعلان شوي او نااعلان شوي جنګ كې واقع دي او پوهېږئ چې د بشريت دښمنان كوشش كوي چې دا مشكل يوازې دلته نه بلكې په منطقه كې يې جوړ كړي او دا مشكل او رخنه يې نړيواله كړې ده، خو بيا هم په تېر پسرلي او اوړي كې چې د بشريت دښمنانو غوښتل لويې لاسته راوړنې ولري، حتى غوښتل يې نه يوازې دا چې په يو يا څو ولايتونو كې دوى وي، بلكې د افغانستان جغرافيه تقسيم كړي.))

علومي له افغانانووغوښتل،چې خپل ځوانان په تیره بیا ښځینه قشر پولیسو لیکو ته واستوي، تر څو وکولی شي افغان ورونو تر څنګ دوی هم د هیواد په امنیت کې خپله ونډه ثابته کړي.

د نوموړي په خبره د هیواد دښمنان غواړي په بیلابیلو دسیسو او توطییو له لارې افغانان سره وپاشي.

د کورنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په یو شمیر ولایتونو کې اوس هم د دولت وسله وال مخالفین امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *