د يمن د پخلايني خبري به په راتلونکي اوني کي د ملگرو ملتونو تر خار لاندي پيل شي ددي خبر اعلان د منصور هادي د حکومت بهرنيو چارو وزير کري دي بله1336 خوا د عدن والي نن د توغندي په يوه بريد کي وژل شوي دي

د عربستان يوي ټلویزیوني شبکې د منصور هادي حکومت د بهرنیو چارو وزیر عبدالمالک مخلفی له خولی ویلی: د یمن ستونزی د هواری په هکله به د روانی میاشتی په پنځه لسمه نیته په جنیو کې خبرې پیل شي. د یمن ولسمشر منصور هادي چې پّ دې وروستیو کې له سعودي عربستان څخه بیرته راګرځیدلی د عدن پّ ښا رکې اوسیږي. ددې هیواد لپاره ملګرو ملتونو ځانګړې استازي تیره ورځ له هادي منصور سره لیدلي ددې هیواد د ستونزو او له حوثیانو سره یې د ناستې په هکله خبرې کړي دي.

منصور هادي په دې لیدنه کې ویلي دده حکومت تل د خبرو لپاره چمتو وو. د هادي منصور د حکومت بهرنیوچارو وزیر ویلي په دې راتلونکې ناسته کې به دیمن په هکله د ملګرو ملتونو د پریکړې په تړاو چې د حوثیانو وسله وال به څه ډول له ښارونو وځي، خبرې وشي.

له یمنه د یوه بل خبر له مخې د یمن عدن ښار والي نن دده پر موټر د نامالومه وسله والو د توغندي په برید کې وژل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم وسله والو کسانو په دې ښار کې یو قاضي او یو لوړ پوړی پوځي افسر په دزو سره وژلی دی. د عربستان په ټاپو وزمه کې د القاعدې ځانګې ددې وژنو مسولیت منلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *