د امريکا بهرنيو چارو وزير د سوريي د راتلونکي په هکله خوښي څرگنده کړې ده. جان کري د سوريي د ستونزي د هواری لپاره سيمه ايزې او نړيوالي ديپلوماتيکي هڅې بيساري ښودلي ويلي يي دي په دي هکله به بله ناسته په نيويارک کي تر سره 1404214305شي

د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کري چې په واشنګټن کې خبرې کولې وویل: په سوریه کې د داعش په هکله څرګندونې او له دې دلې سره د مبارزې په برخه کې به د پخلاینې له بهیر سره مرسته وکړي. جان کړي په ویانا کې د سوریې په هکله لومړنۍ ناسته د هیلو رامنځ کونکې وښوده او دا غونډه یې په تیرو کلونو کې بیساري ښودلې ده. ده د سوریې په هکله د خبرو د راتلونکې په هکله هیله مندي څرګنده کړې ویلي یې دي د سوریې په هکله دوهمه ناسته به د روانې زیږدیزي میاشتې په وروستیو کې په نیویارک کې پیل شي.

جان کري – ” زمونږ موخه سیاسي لیږد ته د لارې هوارول ده چې ټول اړخونه ترې ملاتړ کوي او ویلي یې دي چې د سوریې د یوالي غوښتونکي دي سوریان باید د خپل هیواد راتلونکې وټاکي ټولو اړخونو د ملګرو ملتونو تر څآر لاندې ریښتینې ټاکنې منلي دي.”

د امریکا بهرنیو چارو وزیر هم یوه ورځ مخکې ویلي وو چې د داعش پر وړاندې د سوریې د دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د هوکړې او پخلاینې شونتیا لیدل کیږي. له دې سره ده ویلي د سوریې ستونزې په هکله به هغه مهال هوکړه وشي چې ټول اړخونه د بشار اسد د راتلونکې په هکله یوې هوکړې ته سره ورسیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *