داعش ډله د افغانستان په ختیځ کې ډېر فعالیت لري9678E758-2BB0-4313-A27F-08D8E5F8B17F_mw1024_s_n

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، د کورنیو او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ‘اسلامي دولت’ ډلې لږترلږه شپږ غړي وژل شوی دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي رسنیو ته په یوه استول شوې ویناپاڼه کې ویلي، په اچین ولسوالۍ کې د ‘اسلامي دولت’ څلور غړي د نړیوالو ځواکونو د هوايي بریدونو په پایله او دوه نور د کورنیو ځواکونو په بمبارۍ کې وژل شوي.

د والي ویاند زیاتوي، دا عملیات د نومبر پر پنځمه/ لیندۍ ۱۴مه د شپې مهال شوي، چې په وینا یې ولسي خلکو ته پکې کوم زیان نه دی اوښتی.

اچین د ننګرهار ولایت له هغو ولسوالیو ده، چې ‘اسلامي دولت’ ډله پکې ډېر فعالیت لري، چې په وروستیو کې ددغې ډلې جنګیالي له افغان امنیتي ځواکونو سره هلته په نښتو بوخت وو.

له همدې سیمې د ‘اسلامي دولت’ جنګیالیو د حکومتي ځواکونو پر وړاندې د بریدونو لپاره یوه جبهه جوړه کړه.

په ننګرهار ولايت کې د اچین او کوټ ولسوالۍ له هغو سيمو کڼل کېږي چې د اسلامی دولت ډلې فعاليت په کې تر سترګو کېږي.

له وړاندې په دغو سيمو کې طالبانو فعاليت درلود، خو د دې ډلې له راتګ سره ځينې جنګيالي ورسره يو ځای شول

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *