د وردګو د پیښې له عاملینو سره دې قانوني چلند وشي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ”یونما” رسنیو ته په یوه استول شوې ویناپاڼه کې، د میدان وردګو ولایت هغه پېښه غندلې ده، چې د مرمۍ لګېدو په پایله کې ولسي وګړي ووژل شول.
یونما وايي، ”لومړني معلومات ښيي، چې دغه تلفات د افغان پوځ له خوا د فیر شوي توغندي له کبله رامنځ ته شوي دي. یونما د ولسمشر غني له خوا ددغې پېښې د څېړنې لپاره د یوه پلاوي د ټاکلو په اړه معلومات لري، او پر څکومت ټینګار کوي چې د خپلواکۍ، بې پرې او رڼو پلټنو ترسره کېدل ډاډمن کړي او ددغې پېښې له مسؤولو کسانو سره قانوني چلند وکړي”.
په ویناپاڼه کې له حکومته دا غوښتنه هم شوې ده، چې د پېښې قربانیانو او د هغوی کورنیو ته مناسب تاوان ورکړي او د هغوی ملاتړ وکړي.
تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني هم د دفاع وزارت تر څارنې لانې وردګو کې د یادې پېښې د ارزونې او حقیقت موندنې په موخه یو پلاوی ټاکلی و، چې پایلې یې ولسمشر ته وسپاري.
یونما د حکومت پلوو ځواکونو په ګډون د جګړې پر ټولو ښکېلو غاړو غږ کوي، چې د ملکي خلکو د اوسېدو سیمو ته د توغندیو له ویشتلو ډډه وکړي.
د ملګرو ملتونو دغه سیاسي دفتر له افغان حکومت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کمولو په موخه د یوې ملي تګلارې جوړولو او تصویېدو غوښتنه کړې ده. د میدان وردګو والي حیات الله حیات رسنیو ته وویل، د پېښې څېړونکي پلاوي د شنبې پر ماښام خپلې څېړنې بشپړې کړې چې پربنسټ یې د ملي اردو درې مشکوک سرتېري نیولي دي.
د تېرې جمعې په ورځ د وردګو سید آباد ولسوالۍ کې د د ملي اردو سرتېرو له خوا د یوه هاوان مرمۍ چاودلو پایله کې لس کسان ووژل شول، چې ډېری یې ماشومان دي.
د میدان وردګو والي حیات الله حیات رسنیو ته وویل، د پېښې څېړونکي پلاوي د شنبې پر ماښام خپلې څېړنې بشپړې کړې چې پربنسټ یې د ملي اردو درې مشکوک سرتېري نیولي دي.