په یمن کې خوراکي توکو د پای ته رسیدو په حال کې دي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2015/12/017869877_40100.jpg)
په یمن کې خوراکي توکو د پای ته رسیدو په حال کې دي
په تعز ښار کې د خورو اړوندې موسسې اکسفام خبرداری ورکړی چې په دې ښار کې بشري وضعیت ډير کړکیچن دی او خلکو د خورو او درملو له سخت کمښت سره مخ دي.
دې ادارې ویلي اوس مهال دوه سوه زره کسان د جګړې له امله بند پاتې دي او څوارلس میلیونه څلور سوه زره یمنیانو بشپړو خوړو ته لاس رسۍ نلري له دې سره دوی ویلي درې میلیونه ماشومان د خوار ځواکی له ګواش سره مخ دي.