عراق موصل ښار ته نږدي ددوی خاوري ته د ترکيي سرتيرو ننوتل تيری ښودلی دی

د عراق بهرنيو چارو وزارت د يوي اعلاميي په خپرولو سره له سيمي د ترکي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ويلي يي دي: ترکيي د عراق له غوښتنې پرته ددوی خاوري تIMG11361602ه سرتيري استولي چي دا پر عراق د نيواک گري په مانا ده

د عراق بهرنیو چارو وزارت نن د یوې وینا پاڼې په خپرولو سره ددوی له خاورې د ترکي سرتیرو د وتلو غوښتنه کړې ویلي یې دي، ترکي ځواکونه د عراق مرکزي حکومت له اجازې پرته دې سیمې ته راغلي او دا په ښکاره تیری ګنل کیږي. د ریپوټونو له مخې دا ترکي سرتیري چې په سپکو او درنو وسلو سنبال دي د موصل ښار ته نږدې د نینوا ولایت ته د کرد مخکین مرګو د روزنې لپاره راغلي دي.

د عراق لومړي وزیر حیدر عبادي د ترکې دا ګام غندلی او دایې د سیمه او نړۍ د قوانینو پر خلاف ښودلی دی. عراق ته د ترکیي سرتیرو د استولوپه هکله د امریکا په مشری د داعش پر وړاندې نړیوال ایتلاف خبر درلود او د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي: عراق ته د ترکیې سرتیرو د استولو موخه د داعش پر وړاندې د مبارزې یوه برخه نده.

د ترکیې جمهوریت ورځپانې سیمې ته د استولو شویو سرتیرو شمیره یو سل پنځوس کسان ښودلې ده ویلي یې دي دا سرتیري تیره ورځ د عراق خاورې ته د ننه شوي.

د عراق هغه سیمې ته نږدې د ترکي سرتیرو خپل سری ورتګ چې د داعش په واک کې دی په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د روسیې عراق او ایران له لوري پر انقرې تور لګول شوی چې له داعشه په پټه ملاتړ کوي. ترکیې ویلي داعش د سوریې او عراق تیل په ترکیه پلوري خو ترکیه بیا له دې ډلې سره خپلې اړیکې نه مني.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *