ولسي جرګه: د نبيل د استعفا په اړه ګنګوسې دسيسه يي دي د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، په ټولنيزو رسنيو كې د ملي امنيت د عمومي 140613181208_nabil_640x360_bbc_nocreditرئيس د استعفا رپوټونه د بهرنيو هېوادونو توطئې دي.

د دې جرګې غړو ټينګار ډاډ وركړ چې رحمت الله نبيل په نورمال ډول خپلې دندې ته دوام وركوي او د نوموړي په تړاو يو شمېر ټولنيزې رسنۍ د پرديو په لمسون خبرونه خپروي.

د ولسي جرګې لومړى مرستيال محمد نذير احمدزى په دې اړه وايي: (( د نبيل صيب موضوع چې دوستانو ورته اشاره وكړله، زه ډاډ دركوم چې دا رقم كومه خبره نشته، خو بيا هم هيئت اداري له رئيس جمهور سره ملاقات لري، د تاسو ټولو دغه انديښنې به موږ له نږدې نه ورسره شريكې كړو. او ان شاالله اطمينان دركوو هغه څوك چې افغانستان ته يې خدمت كړى هغه به تقديروو نه چې له دندې لرې شي.))

او د دې جرګې غړى محمد عارف رحماني: (( په فسبوكونو او رسنيو كې دا شايعه خپره شوه چې د خارجي هيوادونو او د افغانستان د دښمنانو په سفارش ګواكې رياست جمهوري نبيل صيب چې دوه وارې يې له ولسي جرګې د اعتماد رايه اخستې له دندې لرې كوي، دا يو ملي ارګان دى، تاسې كه د امنيت شورا يا نور ارګانونه وګورئ يو شمېر قومونه په كې نشته، خو ملي امنيت كې تخصصي كسان ګمارل شوي او ملي شوى، خو كه رياست جمهوري داسې كوم تصميم لري د پرديو په لمسه نو داسې كړنه دې نه ترسره كوي.))

دا په داسې حال كې ده چې تېره اونۍ پر يو شمېر ټولنيزو رسنيو د رحمت الله نبيل د استفا رپوټونه خپاره شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *