د امريکا پوليسو د دوه بريدگرو پيژندگلوي په ډاگه کړې خو ددي بريد اصلي موخي په هکله يي څه نه دي ويلي دامريکا معلولينو پر يوه مرکز د وسله والو له لوري په بريد کي خوارلس کسان وژل شوي او اولس نور ټپيان دي اوباما دا بريد په کلکو ټکو غندلی دیوالپیپر-سن-دیه-گو-در-کالیفرنیا_1404846588

د سن برناردینو ښار پولیسو کوم چې تیره ورځ پکې برید تر سره شوی ویلي: له پولیسو سره د دوه وژل شویو بریدګرو پیژندګلوي په ډاګه شوې خو تر اوسه په دې هلکه چې دوی ولي دا برید تر سره کړی مالومات نه دي تر لاسه شويږ د امریکایي رسنیو د ریپوتونو له مخې په دې برید کې چې د معلولینو په یوه مرکز کې تر سره شوی لږ تر لږه څوارلس کسان وژل شوي او اولس نور ټپیان دي چې د یو شمیر ټپیانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دیږ

ددې ښآر د پولیسو مشر خبریالانو ته ویلي: دا دوه بریدګر سید فاروق او تشفین ملک نومیدل چې له برید څلور ساعته وروسته له پولیسو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.

جارود برگوان – ” دوه برید ګر چې یوه میرمن او یوه نارینه وو په دې برید کې وژل شوي او یو پولیس ټپي دی خو ټپونه یې برسیرن دي دواړو بریدګرو یو شاتنه د برید جامې پر تن او پر وسلو سنبال وو ددوی له موټرو ځینې حساس توکي هم تر لاسه شوي دي.” کليپ ۲

د امریکا د فدرال استخباراتو ادارې ویلي تراوسه د بریدګرو د موخې په هکله مالومات نه دي تر لاسه شوي خو پولیسو ویلي کیدای شي دا یو ترهګریز برید وې خو ډاډ به له څیړنو وروسته تر لاسه شي.

جارود برگوان – ” یوه لویه پوښتنه شتون لري چې آیا دا یو ترهګریز برید وو؟ مونږ تر اوسه په دې هکله ډاډ من نه یو کیدای شي دا یو ترهګریز برید وي خو اوس یې په هلکه سل په سلو کې څه نشو ویلای.” کليپ ۵

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ددې برید په غندلو سره ویلي مخکې له دې هم پر خلکو بریدونه شوي هغه بریدونه چې په نورو هیوادونو کې ډير لږ تر سره شوي ده ویلي مونږ کولای شو ددې بریدونو د کچې د ټیټوالي لپاره کار وکړو   ددې ولایت والي د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ سربیره ژمنه کړې چې تورنو کسانو ته به سزا ورکول کیږي. څو ورځې وړاندې هم په یوه روغتیا یي مرکز کې ورته برید تر سره شوی وو چې له امله یې درې کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *