ښاغلي غني پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، دې پېښې غمجن کړی او چارواکو ته یې امر کړی چې د ټپیانو غم وخوري او د قربانیانو له کورنیو سره هم151205123725_wardak_province__512x288_epa_nocreditکاري وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل په څنګلوري وردګو ولایت کې د ولسي وګړو- چې ډېری یې ماشومان وو – د وژل کېدو د اصلي لامل موندلو په موخه یو پلاوی ټاکلی دی.

د تېرې جمعې په ورځ پر یوه جومات د یوې مرمۍ لګېدو له کبله لږترلږه لس کسان ووژل شول.

په پېښه کې ډېری وژل شوي او ټپیان ماشومان وو او اوه نور کسان هم ټپیان شوي وو.

طالبانو ادعا کړې چې دغه کسان د افغان امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوي.

د شنبې په ورځ ولسمشر غني وویل، یوه لوړپوړي پلاوي ته یې د دفاع وزارت تر څارنې لاندې دنده سپارلې ده، چې د پېښې په اړه څېړنه وکړي او ولسمشر ته یې راپور وړاندې کړي.

ښاغلي غني پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، دې پېښې غمجن کړی او چارواکو ته یې امر کړی چې د ټپیانو غم وخوري او د قربانیانو له کورنیو سره همکاري وکړي.

په میدان وردګو کې د سیمه ییزو چارواکو په وینا، پېښه د تېرې جمعې پر ګهیځ (لیندۍ ۱۳مه) رامنځ ته شوه، خو لار روښانه نه ده چې دغه مرمۍ پر جومات د کوم لوري له خوا ویشتل شوې ده.

په خواله رسنیو کې د وژل شویو ماشومانو انځورونه خپاره شوي، چې ګڼو پرې غوسه ښوولې ده.

د میدان وردګو مرستیال والي ذاکر حسین سلطاني بي بي سي ته وویل، وړمه شپه د پېښې په سیمه کې نښته هم شوې ده.

ښاغلی سلطاني وايي پېښه د سيد اباد ولسوالۍ د اوتر کلي په يوه جومات کې شوې ده.

د طالبانود وياند ذبيح الله مجاهد لخوا راستول شوې خبر پاڼې کې دا پېښه غندل شوى او هر ډول لاس د رلودل يې په کې رد کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *