د ظاهر قدیر څرګندونې له څو اړخونو د اهمیت وړ وې لومړی دا چې ظاهر قدیر د ولسي جرګې لومړی مرستیال دی او دده څرګندونې همCapture7-498x286-498x286 د ولسي جرګې استازیتوب کوي. ده په خپلو خبرو کې پر حکومت تور ولګاوه وویل چې حکومت د خلکو له مال سر او ناموس څخه په دفاع کې پاتې راغلی دی او د خپلو وسله والو مخالفینو پر وړاندې د جدي مبارزې هوډ نلري له دې سره ده ویلي چې ملي امنیت شورا په خپله د داعش په وده کې لاس لري او ډيری نور استازو هم د ظاهر قدیر له څرګندونو ملاتړ وکړ. د ولسي جرګې ریس چې له دې دوه ورځې مخکې په ننګرهار ولایت کې د قدیر پر جګړې نیوکه کړې وه او ویلي یې ووو چې د استازو دنده د امنیت ټنیګښت نه ده خو د ریپوټ وړاندې کولو په ورځ یې د ظاهر قدیر پلویتوب غوره او له خپل مرستیال څخه یې ملاتړ وکړ.

د ولسي جرګې د لومړي مرستیال د خبرو دوهم اهمیت په ختیځو ولایتو کې د دده رول دی. ظاهر قدیر په خیتځو ولایتو کې د پخواني پلویانو ترځنګ پیاوړی ځواک او ځانګړی ځای لري. له دې سره چې دده په هکله د قاچاقو او ناقانونه وسلو د ساتلو تورنه هم دي خو دی په خپله سیمه کې د خپل ځواک په ساتلو کې بریالی وو

د ملوک الطوایفي جوړښت داسې دی چې هر قومندان زورواکی د خپلې سیمې واکمن وي او په خپله سیمه کې ځانته حکومت چلوي او لري یې خو دې ته په افغانستان کې قومي مخور ویل کیږي دا کسان د هماغې سیمې لپاره ځانونه مسول بولي.

د افغانستان حکومت کمزورتیا ددې لامل شوې چې په د هیواد په شمالي او ختیځو سیمو کې دا دول حکومتونه رامنځ ته شي په افغانستان کې په تیرو په خانګړې توګه د ښآغلي کرزي او اوسني حکومتونو کې جوړښت په دې ډول دی چې سیمه ایز قومي مشرانو او مخور ددې پر خای چې له حکومت پوښتنه وکړي چې ولي امنیت نلري او یا دا چې ولي اقتصادي وده کمزورې ده ډيری له هغه مشرانو او پلویانو چې په ټاکنو کې یې له دوی څخه ملاتړ کړی وي دا ډول پوښتنې کیږي.

حکومت یواځې د حاکمیت بشپړولو او ځواب ویونکی بنسټ نه دی بلکې ډيری نور مسولیتونه هم لري دې حالاتو ته پّ کتو سره که چیرې د ښاغلي غني او عبدالله څرګندونې د واک غوښتنې له مخې وي باید د امینتي ځواکونو او امنیتي حالت په هکله ویلو ته څه ولري اوس مهال د هیواد په لرې پرتو سیمو او حتی په لویو ښارون کې وسله والې نامسوله ډلې شتون لري او هره یوه یې پر خپله سیمه واکمنه ده.

د ښاغلي قدیر په څرګندونو کې دریم مهم ټکی او مهمه خبره دا وه چې ده پر حکومت ملي امنیت شورا او بهرنیو سفارت خونو تورونه ولګول ده ویلي ملي امنیت شورا په هیواد کې له داعش څخه ملاتړ کوي او ددې ډلې مشران هره ورځ د ملي امنیت له شورا او په کابل کې له سفارت خونو سره اړیکې نیسي.

دا یوه لویه خبره ده او تر ډیره د ملي یوالي حکومت تر پوښتنې لاندې راولي لومړی خو دا که احیانآ د ښآغلي قدیر ومنل شي نو د ملي امنیت شورا او د ملي یوالي حکومت په ناامنیو کې له داعش څخه څه ګټه تر لاسه کوي؟

له دې پوښتنې وړاندې لومړنۍ پوښتنې هم شتون لري هغه دا چې آیا دا شونې ده چې حکومت په دې کمزورتیا سره د نورو وسله والو ډلو ملاتړ وکړي؟

ددې پوښتنو له مخې د ظاهر قدیر څرګندونې ځیړو. له دې مخکې د ترهګریزو او تکفیري ډلو رامنځ ته کولو دا وښوده چې دا ډول ډلې د حکومتونو د شنو څراغونو تر رڼآ لاندې رامنځ ته شوې دي په افغانستان کې د ډلو او ملیشو جوړول پّ اتیایمه لسیزه کې پیل شول دا ټولې دا ډلې د پاکستان امریکا بریتانیا عربستان او نورو هیوادونو په ملاتړ رامنځ ته شوې دي.

په دې د دولتي ترهګری پر سیستم رڼا اچوو او دا ډول ډلې لکه څرنګه مو چې مخکې یادونه وکړه چې دا ډلې د سیمې او نړۍ د یو شمیر هیوادونو په ملاتړ رامنځ ته کیږي او شوې. له دې هیوادونو څخه ډيری د تاریخ په اوږدو په ځانګړې توګه پّ تیرو پنځه دیرشو کلونو کې ډیری دا ډول وسله والې ډلې رامڼخ ته کړې دي. له دې مخکې نږدې څلور ویشت ډلې پّ پاکستان کې فعاله وې چې له دوی څخه درې یا څلور یې یواځې د افغانستان لپاره رامڼخ ته شوې وي او پاتې نورې په خیبر پښتونخوا بلوچستان ایالتونو او کشمیر کې جنګیدلې. پاکستان کې ددې ډول هیوادونو لپاره ښه یوه بیلګه شمیرل کیدای شي چې ددې ډلود رامنځ ته کولو لپاره یې حتی د خپل هیواد ځینې سیمې هم نارامه او ناامنه کړې دي.

قبایلي سیمې د پاکستان له رامڼځ ته کیدو وروسته خپلواکې سیمې ګنل کیدې او مرکزي حکومت هم په دې سیمو کې د امینت د رامنځ ته کولو پریکړه نه ده کړې او نه یې په دې هکله کوم کار تر سره کړی پاکستان له دې سیمو د افغانستان او کشمیر پر وړاندې په خپله ګټه کار اخستی دی.

په دې ډول ترکیه له دې ډول نورو هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې له ترهګریزو ډلو څخه د خپل سپر په توګه کار اخلي د ترکیې او سوریې ترمنځ دواړو خواوو ته پرتې سیمې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کرښې ته ډیرې ورته دي او له دې سیمو وسله وال په ډاډه زړه تګ راتګ کوي او ترکیې هم له پاکستان څخه د زدکړو په ترلاسه کولو سره سوریې سره ګډې پولې ته نږدې د پاکستان په ډول پلان پلی کړی دی له دې سیمې د رار سیدو ریپوټونو له مخې پّ ترکیه کې د سوریې وسله والو د روزلو لپاره پنډغالي رامنځ ته شوي دي او ددې سیمو له لارې د وسله والو تګ را تګ هم آزاد ښودل شوی دی د کوباني ښار په سقوط کې حتی ویل شوي چې ترکیې له خپلې خاورې د داعش تګ راتګ ته اجازه ورکوله .

د دولتي ترهګری بیلګې په لږه کچه نه دي او اوسنۍ نړیوال نظام فضا اوس مهال ددې ډول ډلو څخه ډکه ده. اوس دې ته په کتو سره ښاغلي قدیر له دې مخې دا ادعا کوي چې ولي د امنیت شورا له ترهګریزو ډلو ملاتړ کوي او له دې ملاتړه افغان حکومت څه تر لاسه کوي؟

د هیواد د ناامنه کولو او د وسله والو ډلو د رامڼخ ته کولو لپاره هیڅ ډول توجیه شتون نلري او نه به هم داسې حکومت شتون ولري چې د ځان لپاره سرخوږې او یا د سقوط ګواښ رامنځ ته کړي او د حاکمانو باور اعتبار له منځه یوسي او په دې سره ټولیز سیاسي افکار د ځآن لپاره راوګرځوي هغه هم د افغانستان د دولت په کمزوري حالت کې چې په خپله د افغان حکومت ستنې لړزانده دي او هر ډول ګواښ سره مخ کیدای شي. دې ته پّ کتو سره دا منطقي نه ده. که چیرې وګرو افغان حکومت او د ملي امنیت شورا د ترهګریزو ډلو له رامنځ ته کولو څه دول خیر ویني؟

یواځې په یوه دول سره کولای شو چې د ښآغلي قدیر څرګندونې توجیه کړو دا څیړنه د نړیوالو حالاتو له مخې شونې ده نړیواله ترهګري او ناامني او د څیړنې وړ ده. دډې څیړنې کچه له افغانستان او حتی له سیمې ور هخوا ده په دې فکر سره افغانستان او پاکستان چې نړۍ کمزوري هیوادونه شمیرل کیږي ددې پلانونو قرباني دي او دوی به د نړیوالو لویو هیوادونو د ګټو له مخې زیان او قرباني ګالي.

داعش یوه نړیواله او د ملي کړیه وتلې یوه ترهګریزه ډله ده دا ډله نه په خپله د ننه کې کومه تګلاره لري او نه هم په ملي کچه. کله چې دلته نړیواله موضوع رامنځ ته کیږي پر وړاندې غبرګونونه هم نړیوال وي.

له دې مخې ناټو او لویدیځ هیوادونه د خپل واک او ځواک د څرګندونو لپاره ترهګریزو ډلو رامنځ ته کولو ته اړتیا لري لویدیځ د همدي ډلو په اوږو ناست دی او د آسیا تر مرکزه یې ځان را رسولی دی. د نړۍ ځواکمنو هیوادونو د خپلې تګلارې د پلي کیدو لپاره له سیمه ایزو هیوادونو د کسانو نیولو جذبوولو او ملګرتیا ته اړتیا لري او پّ سیمه کې ددوی ملګري هیوادونه د لویو هیوادونو د مټ په څیر یادیږي. د نړۍ دا دنده د پآکستان پر غاړه وه او په منځني ختیځ کې بیا د عربي هیوادونو مسولیت ګڼل کیده خو پّ سیمه کې تر اوسه هم پاکستان ددې هیوادونو د پروژو پلې کونکی هیواد شمیرل کیږي.

د نړیوالو ځواکونو هیوادونو د تګلارو د پلي کیدو لپاره اوس مهال د داعش وسله واله ډله رامنځ ته شوې او لویدیځ خپلو ګټو ته پّ کتو سره له دې ډلې د سیمې په هیوادونو کې ګټه پورته کوي. له بل اړخه ددې ډول ډلو رامنځ ته کولو کې د سیمې هیوادونو ګټې پّ پام کې نه نیول کیږي او کمزوري هیوادونه د ځآن ساتنې لپاره ددوی له غوښتنو سر غړونه ونکړي او اړ دي ترڅو له نړیوال کاروان سره یوځای شي دا موضوع کیدایي چې تر ډيره د کمزورتیا له مخې وي ځکه که چیرې کمزوري هیوادونه ددوی غوښتنې پلې نکړي نود لویو هیوادونو له لوري به د کمزوریه نظامونو د اړولو لاره تر ډیره سخت نه وي او په ډيرې هوسیانې سره ددوی د پرمختګ په لاره کې خڼدونه رامنځ ته کولای شې آن تر دې چې سقوط هم ورکولای شي په بغداد کې خلافت د سوریې د روقي ښار نیول او په افغانستان کې د مجاهدینو له بریا وروسته یې ښې بیلګې دي.

تړلي هیوادونه د خپلواکی او تړلتیا ترمنځ یو اړخ باید وټاکي او کمزوري هیوادونه یواځې د پلازمینو او د ولسمشری ماڼیو شاوخوا ته دامنیت غوښتونکي وي ځکه چې دا حالات د نړۍ د لویو هیوادونو له لوري پر دوی تپل شوي وي او له دې حالاتو د راوتلو ونس نلري.

حکومت په دې هڅه کې دی ترڅو د داعش پر وړاندې د جګړې او اوږې تشوولو هڅه وکړکي متن هماغه اعلامي متن دی چې وایي پاکستان د دولت له وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي او بله خوا ناټو او امریکا دافغان حکومت ترځنګ ولاړ او د ترهګری پر وړاندې مبارزه کوي داعش او نورې وسله والو ترهګریزې ډلې د افغانستان او لویدیځ ګډې دښمنې ډلې دي.

د هیواد په شمال کې ناامنی هم حکومت همدا ډول تحلیلوي او دکندز ریښتینولی کمیسیون د کندز ولایت سقوط او جګړه په ډیرو ساده الفاظو سره څرګند کړل وویل چې ددې جګړې مخنیوی د بهرنیو ځواکونو د هیوایي بریدونو له امله وو خو کله چې د جګړې په هکله کره مالومات شتون ونلري باید څیړنه د ټولو اړخونو له مخې په ډيرې ځیرکتیا او احتیاط سره تر سره شي. دا به ډیره ساده لیدنه وي چې وویل شي به افغانستان کې د بهرنیو سفارت خونو او قونسلګریو ټول کارکونکي تر پنځو زرو کسانو رسیږي چې یواځې د دیپلوماتیکي کړو وړو او د سندونو د لاسلیکولو لپاره دلته شتون لري او د سیمې د امنیت له مهندسۍ سره کوم تړواو نلري او نه هم دوی دا خپله دنده بولي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *