د بريتانيا د دفاع وزير مايکل فلون په قبرص کې د سوريې د ماموريت لپاره د بريتانيا هوايي اډې د ليدلو لپاره ورغلی دی

د بريتانيا جنګي الوتکو پر سوريه د دوهم ځل لپاره يو لړ هوايي بريدونه ترسره کړي دي. دغه بريدونه له هغه وروسته شوي چې تېره اوونۍ د دې هېواد پارلمان پر “اسلامي دولت” نومې ډلې د بريدونو اجازه او په حق کې يې رايه ورکړه151205114104_michael_fallon_cyprus_640x360_reuters_nocredit.

د راپورونو له مخې دغه دواړه بریدونه د سوريې د “عمر” تېلو پر ډګرونو شوي دي.

د بريتانيا د دفاع وزير مايکل فلون په قبرص کې د سوريې د ماموريت لپاره د بريتانيا هوايي اډې د ليدلو لپاره ورغلی دی.

نوموړي هلته په خپلو خبرو کې وويل، “تېرې شپې د شاهي هوايي ځواک (ار،اې، اېف) ټول طاقت وليد”

په سوريه کې د هوايي بريدونو په اړه د بريتانيا پارلمان له رايې څو ساعته وروسته د دې هېواد جنګي الوتکو د سوريې په ختيځ کې د تېلو پر ډګرونو هوايي بريدونه ترسره کړي وو.

د بريتانيا د دفاع وزير قبرص کې د پوځي اډې د ليدو پر مهال له خپلو پوځيانو مننه کړې او د پوځي ماموريت په اړه يې ويلي “دا لنډ او اسانه نه دی.”

نوموړي ويلي “موږ له يوه نوي دښمن سره مخامخ يوو، هېڅ غوښتنې نه لري، خلک نه يرغمل کوي او هم نه غواړي د سولې خبرې وکړي”

دی وايي “دوی د هغه څه مخالف نه دی چې موږ يې کوو، دوی زموږ مخالف دي او د هغه څه چې موږ په بريتانيا کې يوو، مخالف دی.”

راپورونه ښيي تر دې مهاله بريتانيا پر سوريه اته هوايي بريدونه کړي.

په منځني ختيځ کې داسې ښکاري تراوسه په سوريه کې د بريتانيا پوځي بريدونه د بنيادونو له منځه وړل دي، نه خوځېدونکي هدفونه.

د “اسلامي دولت” يا داعش پر وړاندې هوايي بریدونو لپارد تېرې پنجشنبې پر ورځ بريتانيا د ټايپون په نامه شپږ جنګلي الوتکې قبرص ته لېږدولي دي.

د تېر کال له سپټمبر مياشتې راهيسې د امريکا په مشرۍ ايتلاف د اسلامي دولت نومې ډلې پر ضد زرګونه بريدونه کړي همدا ډول فرانسه، استراليا او ډنمارک هم د دې ډلې پر وړاندې بريدونه ترسره کوي.

د فرانسې حکومت تېره مياشت د پاريس له بريدونو وروسته د “اسلامي دولت” ډلې پر ضد خپله پوځي ښکېلتيا زياته کړې ده.

روسيه د سوريې د حکومت پر ملاتړ د بمبارۍ بېل کمپاين پر مخ وړي او مسکو د داعش تر څنګ د اسد د حکومت نورې مخالفې ډلې هم په نښه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *