په سوريه کي د روسيي پوځي مداخلي د جگړې لوري ته بدلون ورکړی دی

بشار اسد له دي سره د روسيي د پوځي همکاري د دوام غوښتنه کړې ده د سوريي ولسمشر د ترکيې له لوري د روسيي الوتکي نسکوريدو ته په نغوتي سره ويلي ترکبشار-الأسد1يي دا وښوده چي د سوريي له وروستيو پرمختگونو انديښنه لري

د سوریې ولسمشر بشار اسد د چک له یوې ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي: په سوریه کې د روسیې مداخلې د جګړې لوري ته بدلون ورکړی، دی ددې مرستو د دوام غوښتنه کوي او د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه به دوام ولري.

په دې مرکه کې اسد ویلي: پّ سوریه کې ترهګریزې دلې باید له منځه یوړل شي ترڅو د پخلاینې خبرو ته لاره هواره شي. ده د ترکېې له لوري د روسي الوتکې نسکوریدو ته په نغوتې سره ویلي، ترکیې په سوریه کې د جګړې لوري دبدلون له امله لاس په دې کار پورې کړی.

بشار اسد – ” زما په آند د ترکیې دې ګام د انقرې او اردوغان ریښتینی نیت په ډاګه کړی ترکیه په سوریه کې د روسیې له مداخلې چې د جګړې لوري ته یې بدلون ورکړی سخته په اندیښنه کې ده په سوریه کې د اردوغان او ترهګرۍ ناکامي د اردوغان سیاسي میړنې په مانا ده نو له دې مخې ددې پرمختګونو د مخنیوي لپاره په هر کار لاس پورې کوي.”

د سوریې ولسمشر په دې مرکه کې ویلي: که چیرې سوریې وسله والې ډلې له جګړې لاس واخلي له څار څخه به وژغورل شي خو د داعش په څیر د ډلو په هکله یې ویلي: ترهګریزې ډلې خپلې موخې او ځانګړې تګلارې لري دوی د سیاسي بهیر پیلیدو ته اجازه نه ورکوي باید دا ډلې له منځه یوړل شي.

بله خوا دسوریې په حمص ښار کې دولتي سرتیري او وسله وال یوې هوکړې ته رسیدلي چې له مخې به د دولت وسله وال مخالفین له کومې نښتې پرته له دې ښاره وځي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *