د برتانيا پارلمان په سوريې کې د اسلامي دولت په نوم ډلې يا داعش پر ضد د برتانيا د جنگي الوتکو د بمباريو په تړوا نن رايه اچوي.

تمه کيږي چې د پارلمان ډيرى غړي به ددې ملاتړ کې خپله رايه وکاروي151202102430_d_640x360_bbc_nocredit.

نن به ټول ورځ په دې مسلې د غړو لخوا خبرې کيږي چې په پاى کې به يې هغوي ددې وړانديز په پلوۍ يا مخالفت کې خپله رايه کاروي.

په پارلېمان کې د بحث د پرانستلو پر مهال لومړي وزير ډيوډ کيمرون وويل ” ددې بريدونو هدف د برتانويانو خوندي کول دي”. ده وويل نن د پارلمان غړو ته دا پوښتنه مخ ته پرته ده چې څرنگه د برتانيا وگړي له داعيش څخه خوندي کېدى شي. ده د پارلمان له غړو وغوښتل چې هوايي بريدونه تايد کړي . ده وويل چې د برتانيا حکومت به څومره چې امکان ولري “د اسلامي دولت” ډلې په ځاى هغې ته داعش وايي ځکه چې دده په ټکو ” دا وژونکې ډله نه د اسلام رښتينى استازيتوب کوي او نه هم يو دولت دى”. د اپوزيسون مشر جريمي کوربن وويل چې ” د برتانيا د عادي وگړو نظر د جگړې پرضد اوړي. ده زياته کړه چې دې بريدونو کې به ملکيان وژل کيږي.

د برتانيا جنگي الوتکې له وړاندې په عراق کې د داعش پر ضد په عملياتو بوختې دي.

لومړى وزير ډيوډ کيمرون غواړي چې زر تر زره سوريه کې هم د برتانوي الوتکو بريدونه پيل شي.

د اپوزيسون د لويې ډلې، کارگر گوند، مشر جريمي کوربن ددې پلان پرضد دى، خو په پارلمان کې د خپل گوند غړو ته يې اجازه ورکړې ده چې په دې مسلې خپلې خوښې سره رايه وکاروي.

داسې ښکاري چې حکومت به اسانۍ سره د پارلمان تايد ترلاسه کړي. که داسې کيږي برتانيا به د هغه هېوداو په ډله کې شامله شي چې سوريه کې د داعش ډله په نښه کوي.

په برتانيا کې لوى شمير خلک د سوريې په جنگ کې د خپل هېواد ښکېلتيا سره مخالف دي. پرون په دې لړ کې د ” جگړې ضد ايتلاف” لندن کې لويه مظاهرې کې په سوريې د بمبارۍ ډډې کولو غوښتنه وکړه.

پرون په لندن کې د ” جگړې ضد ايتلاف” مظاهرې په سوريې بمبارۍ سره مخالف وښود.

د تېر کال له ستمبر څخه د امريکا په مشرۍ ايتلاف د داعش پر ضد زرگونه بريدونه پيل کړې دي . د فرانسې حکومت تېره مياشت د پاريس له بريدونو وروسته د اسلامي دولت ډلې پر ضد خپله پوځي ښکيلتيا زياته کړې ده.

روسيه د سوريې د حکومت په ملاتړ د بمبارۍ جلا کمپاين پرمخ وړي. مسکو د داعش ترڅنگ د اسد د حکومت نورې مخالفې ډلې هم په نښه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *