د بشر حقونو د امريکا له حکومت څخه غوښتي ترڅو پخواني ولسمشر جورج بوش په گډون د سي آي اي له هغه کارکونکو څخه پوښتني وکړي کوم چي د بنديانو په ربڼوني تورن دي

دي اداري ويلي په دي هکله ديری اسناد شتون لري او د اوباما حکومت بايد د خپلي کاري نيټي له پاي ته رسيدو مخکي په دي هکله پلټنې وکړي150316093708_is_prison_in_syria_512x288__nocredit

د امریکا مشرانو جرګې یوې جرګه ګی د تیر کال د دسمبر په میاشت کې دا په ډاګه کړه چې د امریکا استخباراتي ادراې کارکونکو له نیولو شویو کسانو څخه د مالوماتو د تر لاسه کولو په موخه دوی قوانین تر پښو لاندې کړي او زندانیان یې په بیلا بیل ډوله ربړولي دي.

د بشر حقونو څانګې د امریکا مشرانو جرګې دډې ریپوټ له مخې د امریکا له دولت څخه غوښتي ترڅو د بندیانو په ربړونه کې د یوویشت سي آی اې دخیلو کارکونکو په هکله څیړنې وکړي. د بشر حقونو دی اداری ویلی د امریکا مشرانو جرګی سربیره ددوی د ادارې په ګډون ډیری نور بنسټونه هم په دې هکله اسناد او لاسوندونه لري او باید د امریکا ولسمشر د خپلې کاري دورې له پای ته رسیدو مخکې په دې هکله څیړنې وکړي.

” په لومړي ګام کې مونږ د بارک اوباما له حکومته غواړو چې ریښتینی ګام پورته کړي که چیرې دوی په دې برخه کې ناکامه شول مونږ به له نورو هیوادونو چې د قوانینو ته ژمن دي او ژمنه یې کړې چې د ربړونې پر وړاندې به مبارزه کوي په دې برخه کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړو.” کليپ ۳

د امریکا پخوانی ولسمشر جورج بوش دده مرستیال د سي آی اې پخوانی ریس پخوانی لوی څارنوال او د سي ای اې پخواني کارکونکي د بندیانو په ربړونې او ددوی پر جنسي ځورونې تورن دي.

د بشر له حقونو د دفاع کمیسیون د مالوماتو له مخې د سي آی اې کارکونکو له تورنو کسانو د مالوماتو تر لاسه کولو لپاره دوی جنسی ااو رواني دول ځورولي دي.

د امریکا حکومت د لومړي ځل لپاره په دوه زره نهم کال کې په دې هکله چې بندیان ربړول شوي او که نه څیړنې پیل کړې

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *