ايټاليا په افغانستان کي خپل پوځي ماموريت ته دوام ورکوي ددي هيواد ولسمشر ويلي په افغانستان کي د پام وړ پرمختگ مونږ دي ته هڅوي تر څو په دي هيواد کي خپل پوځي ماموريت وغځووو1239

ولسمشر محمد اشرف غني اروپا ته د خپل سفر په لړ کې د سه شنبه په ورځ ایتالیا ته ورسید له خپل ایټالوي سیال او نورو لوړ پوړیو چاروااکیو سره یې خبرې کړي دي

ښاغلي غني په دې لیدنه کې د هرات پوځي هډې په ګډون اقتصادي برخې ته د یو شمیر نورو پوځي هډو د ځانګړې کولو غوښتنه وکړه.

ولسمشر ویلي دوی غواړي دا پوځي هډه د سیمې پّ اقتصادي هډه بدله کړي.

له دې سره دوی ویلي د سیمې او له سیمې په وتلې کچه ګواښونه شتون لري خو باید اوسنۍ لاسته راوړنې هم له لاسه ونه وځي

په دې لیدنه کې دایټالیا ولسمشر هم په افغانستان کې له پریکړنده ماموریت څخه د ملاتړ د څرګند ترځنګ ویلي افغانستان په بیلا بیلو برخو لکه چې د بشر حقونو د ښځو حقونو او د قانون د پلي کیدو په برخو کې ډير پرمختګ کړی او دوی به د افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ او روزنې ته دوام ورکړي.

له دې سره ښاغلي غني د ایټالیا له لومړي وزیر سره د لیدنې پر مهال د ترهګری پر وړاندې پر ګډې مبارزې د ټینګار ترځنګ ویلي د ترهګری څیرې بدلون ته په کتو سره باید ددوی پر وړاندې د مبارزې څرنګوالي ته هم بدلون ورکړل شي

ولسمشر غني تیره ورځ ل ایټالیایي چارواکیو سره له لیدنې وروسته د آلمان په لور خپل سفر پیل کړ

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *