د افغانستان د ستراتیژیکو څېړنو انستېتیوت په یوه تازه څېړنه کې ویلي، د ملي پولیسو په لیکو کې تر ۱۰ سلنې کمه سخت دریځي موجوده ده. ۸۳ سلنه پوښتل شویو پولیسو ویلي، له اسلام ګوتنیوونکو سره وسله واله مبارزه روا ده. خو د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په منځ کې د سخت دریځۍ شتوالی ردوي150302152146_afghan_police_640x360_epa.

د افغانستان د ستراتیژیکو څېړنو انستېتوت پخپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې د هېواد د ملي پولیسو په لیکو کې د سخت دریځۍ کچه د اندېښنې وړ ده. راپور د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د ملي پولیسو ترمنځ سخت دریځي څېړلې ده، چې وايي اصلي لامل یې د پولیسو په لیکو کې د طالبانو د نفوذ ‌ډېرېدل او له پولیسو د خلکو د کرکې ډېرول دي.

په څېړنه کې ۸۳ سلنې پوښتل شویو ویلي، باور یې دا دی چې د اسلام د ګوتنیوونکو پروړاندې وسله وال مقاومت توجیه کېدای شي، خو تر ۶۸ سلنې ډېرو ویلي، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو او سیاسي او پوځي مشرتابه کې فساد شته.

نژدې ۱۱ سلنې پوښتل شویو کسانو ویلي، له طالبانو سره د مبارزې لپاره د پولیسو لیکو ته ورغلي، خو په مقابل کې یې ۶۷ سلنې ویلي، له پولیسو سره یې د یوځای کېدو اصلي لامل له هېواد نه ساتنه ده.

د ستراتیژیکو څېړنو د انستېتیوت څېړونکی عبدالاحد محمدي د راپور وړاندې کولو پرمهال وویل:

“زموږ لومړۍ موندنه دا وه چې نژدې ۶۷ سلنه پوښتل شویو په لوړپوړو چارواکو کې د فساد له شتون نه شکایت کاوه. ۱۱ سلنه ځواب ویونکو ویلي، له طالبانو سره د مبارزې په موخه له پولیسو سره یوځای شوي، ۲۰ سلنې ویلي، د پیسو ګټل او د تنخا له کبله ورسره یوځای شوي او ډېری پوښتل شویو ویلي چې د وطندوستۍ لپاره له افغان امنیتي ځواکونو سره یوځای شوي.”

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د هېواد په امنیتي ځواکونو او ملي پولیسو کې سخت دریځي نه شته، بلکې په وینا یې له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې افغان امنیتي ځواکونه له مذهبي سخت دریځۍ سره مبارزه کوي.

ددغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د یاد راپور په پلمه جوړه شوې غونډه کې وویل:

“ددغو موندنو پربنسټ، دې مسالې ته ډېره لېوالتیا ونه ښودل شوه، نو موږ یې ردوو. د افغانستان جګړه کې، هغه ترهګرې ډلې چې غواړي د اسلام په نامه خپل سخت دریځه آیډیالوژي پر خلکو وتپي، موږ ته د منلو وړ نه ده، بلکې پولیس مبارزه ورسره کوي.”

دا څېړنه په کابل، کندهار، هرات، هلمند، غور، بامیان، بلخ، کندوز، ننګرهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې ترسره شوې ده.

د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمېر څه باندې ۳۲۸ زرو تنو ته رسېږي، چې تر ۱۵۵ زرو ډېر یې ملي پولیس دي.

دغه انستیتیوت څو ورځې وړاندې هم د افغانستان په ځینو مدرسو، پوهنتونونو او ټولنیزو رسنیو کې د سخت دریځۍ د ډېرېدو په اړه راپور خپور کړی و.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *