افغان ځواکونو د کندز ښار څخه وروسته د ارچي ولسوالۍ مرکز هم له طالبانو څخه بیرته نیولی دی.

د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ کې له تیرې یوې میاشتې راهیسې جګړه روانه ده، او د چارواکو په وینا طالبانو د عامو خلکو په کورونو کې سنګرونه جوړ کړي او خلک ی23BA04F9-5CA1-4C98-AF0C-299AB77500B0_cx0_cy2_cw0_mw1024_s_n_r1ې له کورونو ایستلي دي.

له طالبانو څخه د کندوز ښار د بیرته نیولو سره سم افغان ځواکونو په دشت ارچي ولسوالۍ کې هم عملیات پیل کړل.

افغان ځواکونه په دې توانیدلي چې د دشت ارچي بازار ونیسي، خو په کندوز کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان لوی پاسوال شیرعزیز کاموال وایې چې په دشت ارچي کې وسله وال طالبان د خلکو له کورونو استفاده کوي او کلي يې د جګړې سنګرونه جوړ کړي.

له سیمې څخه د امریکا غږ خبریال وایي چې طالبانو ددغې ولسوالۍ ټول دولتي تاسیسات له بنسټه نړولي او ویجاړ کړي دي.

د دشت ارچي یو اوسیدونکی عبدالله وایي ” یوه میاشت وشوه خلک له کورونو بې ځایه شوي، دوه دوه کسان په کورونو کې پاتي دي.” د هغه په وینا طالبان تنکي ځوانان په زور له ځانه سره بیایی او جګړه پرې کوي.

په دغه یوه میاشتنۍ جګړه کې د عامو خلکو، وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه دقیق ارقام نشته خو خلک د جګړې له امله له ستونزو سره مخ دي. ددې ولسوالۍ په بازار کې یو نیم دوکان یواځې د ضرورت په وخت کې پرانستل کیږي.

څو ورځې وړاندې د کندز یو قومي مشر جمهور رئیس محمد اشرف غني ته هم په غونډه کې د کندز د جګړې یادونه وکړه چې افغان ځواکونه باید پرمختګ وکړي او عام خلک له ستونزو وژغوي. ددغه ولسي مشر په وینا “په دشت ارچي کې دوه کلینکونه او دوه دواخانې سوځیدلي او اوه سوه کورنۍ له سیمې وتلي دي.”

د کندز د ښار شاو خوا سیمو کې هم کله کله د طالبانو او دولتي قواو تر منځ ډزې تبادله کیږي، له کندوز پرته د تخار ولایت درقد ولسوالي باندې هم افغان ځواکونو عملیات پیل کړي دي، د تخار ولایت درقد ولسوالي هم له څه مودې راپه دیخوا د وسله والو طالبانو په واک کې ده.

د درقد ولسوالۍ د یوې جزیرې په توګه د امو او کوکچې سیندونو په منځ کې پرته ده، دغې ولسوالۍ ته موټرې او نور نقلیه وسایط هم په کښتۍ کې پورې ایستل کیږي.

د درقد اوسیدونکی قدرت الله وایې چې اوس دوی له سیمې څخه د وتلو لار هم نه لري. د هغه په وینا دولت باید د عامو خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *