نن په کابل کې په یوه غونډه کې د ایډز نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د عامې روغتیا وزارت وايي که څه هم افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د ایدز ناروغۍ پکې په کمه کچه کې ده، خو ۱۸۷۴ کسان په دغې ناروغۍ اخته دي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د ایدز د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وویل چې ددغو کسانو په ډله کې ۱۴۸۱ کسان نارینه، ۳۲۷ ښځینه او ۶۶ ماشومان66B50F97-A39C-46EC-ABCB-490D31C26AE2_w640_r1_s_cx8_cy4_cw85 له دغې ناروغۍ څخه رنځیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا د وزیر په وینا د روغتیا نړیوال سازمان او یو این ای آی ډی ایس بیا په افغانستان کې په ایچ آی وي یا ایدز د اخته کسانو شمیر ۴۵۰۰ تنه تخمین کړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیرو څلورو کلنو کې د دغې ناروغۍ په هکله د خلکو د پوهاوۍ کچه،د روغتیایي خدمتونو کیفیت او د وینې د آزمایښت کچه لوړ شوې ده.

دغه وزارت وايي چې هر کال ۵۰۰۰ کسان د آیچ آی وي د ناروغۍ د معلومولو په موخه ورڅخه وینه اخیستل کیږي خو لا اوس هم په ځینو رغتیايي مرکزونو کې دغه کار په سمه توګه نه ترسره کیږي.

په ایدز د اخته کیدو زیات شمیر لاملونه شته، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې درې لسیزې جګړه، د نشه يي توکو کارونه،بې وزلي، وزګارتیا، پرانیستي سرحدونه، اقتصادي ستونزې،د وګړو د پوهې ټیټه کچه، کډوالي،د نا مصُونې وینې اخیستل او په افغانستان کې په نشه يي‌ توکو د روږدو کسانو شتون په ایدز د اخته کیدو لوی لاملونه دي.

اوس مهال په ټوله نړۍ کې ۳۶ اعشاریه ۹ میلون کسان په ایدز ناروغۍ اخته دي چې ۱۵ میلون وکړي ددغې ناروغۍ ضد دارو او درملنې ته لاس رسی لري.

همداشان په نړۍ کې هره ورځ د ایدز ناروغۍ له کبله ۳۳۰۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې په بله ژبه د روغتیا د نړیوال سازمان د شمیرنوله مخې په هره دقیقه کې دوه کسه ددغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *