General View

ناټو تر ٢٠٢٠ کاله پورې له افغان امنيتي ځواکونو سره مالي مرسته کوي

د ناټو عمومي منشي وايي، دا سازمان غواړي د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره د ٢٠٢٠ کال تر پايه پورې مرستې وکړي.

يادې څرګندونې، نوموړي د ناټو د شلو د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او د دې سازمان د لسګونو همکارو هېوادونو د استازو په ناسته کې په بروکسل کې وکړې. په دې ناسته کې د نړ

General View
General View

ۍ د امنيتي بحرانونو ترڅنګ د افغانستان د اوضاع په اړه هم خبرې کېږي.

د ناټو عمومي منشي ينس استولتنبرګ په دې ناسته کې وويل، سره له دې چې د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره د مالي مرستې په برخه کې د دې سازمان مخکينۍ ژمنه تر ٢٠١٧ کال پورې وه، خو اوسمهال دا سازمان غواړي چې ترڅو نورو کلونو لپاره هم په اوسنۍ کچه خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ده زياته کړه، ناټو غواړي تر ٢٠٢٠ کال پورې د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره څلور ميليارده کلنۍ مرسته وکړي.

هغه وايي: “موږ په ٢٠١٦ کال کې د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره د روزنې د ماموريت، مرستې او مشورې ورکولو د د دوام د څرنګوالي په اړه بحث کوو؛ موږ غواړو ډاډه شو چې د افغانستان له امنيتي ځواکونو څخه له ٢٠١٨ څخه تر ٢٠٢٠ پورې ملاتړ کوو؛ موږ د شيکاګو په ناسته کې د ٢٠١٧ کال تر پايه پورې خپل مالي ملاتړ اعلان کړى و، خو اوسمهال غواړو دغې مرستې ته د څو نورو کلونو لپاره هم دوام ورکړو.”

نوموړي دغه راز وويل، چې ناټو غواړي د ٢٠١٦ کال تر پايه پورې په افغانستان خپل ١٢زره ځواکونه هم پرېږدي.

بايد وويل شي، چې له افغانستان څخه د ناټو د پوځي او مالي ملاتړ د دوام د څرنګوالي په اړه، د دې سازمان د مشرانو په غونډه کې، چې د ٢٠١٦ کال په جولاى مياشت کې جوړېږي، وروستۍ پرېکړه وشي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *