هلاكت عناصر مسلح در عراق

عراقي ځواکونو د رمادي ښار اوسيدونکو ته د وتلو سپارښتنه کړې ده   دوی ددي ښار د نيولو لپاره چي له اتو مياشتو راهيسي د داعش په واک کي دی چمتوالی نيولی   بله خوا ويل شوي چي داعش له دي ښاره د خلکو له وتلو مخنيوی کوي

هلاكت عناصر مسلح در عراق
هلاكت عناصر مسلح در عراق

د ريپوتونو له مخي په زرګونه دولتي سرتیري او ولسي ځواک د رمادي ښار شاوخوا ته ددې ښار د نیولو لپاره چمتو شوي دي. دولتي ځواکونو ویلي هغه کسانو ته چې په رمادي ښآر کې پاتې دي د وروستي ځل لپاره خبرداری ورکول کیږي چې د ژغورنې په موخه له دې ښاره ووځي خو له دې ښاره په را رسیدلو ریپوټونو کې ویل شوي چې د داعش وسله والو ډيری پوستې جوړې کړي او د خلکو د وتلو مخنیوی کوي، ډيری کورنۍ یې برمته کړې دوی ته یې خبرداری ورکړی که چیرې له ښآره ووځي وبه وژل شي.

عراقي الوتکو د لیکونو په شنل سره ددې ښار له اوسیدونکو غوښتي ترڅو سویل لور ته ووځي. د رمادي ښار له اتو میاشتو راهیسې د داعش په لاس کې دی او ویل کیږي چې په دې ښار کې تر زرو د داعش جنګیالي شتون لري.

دولت ویلي دولتي سرتیري او ولسي جنګیالي ددې ښار نیولو ته ژمن دي

له عراقه د یوه بل رارسیدلي خبر له مخې تیره ورځ د وسله والو په یوه برید کې پنځه لس زیارت کونکي وژل شوي دي اسوشیتد پرس ویلي دا کسان کربلا ته روان وو او له دوی څخه اته دیرش تنه یی تپیان شوي هم دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *