Mahmoud Saikal, new Permanent Representative of the Mission of Islamic Republic of Afghanistan to the United Nations, presents credentials to Secretary-General Ban Ki-moon

د سيمه ايزو او نريوالو هخو له لاري د پخلايني خبرو پر مخ بيول او د افغان امينتي خواکونو د ظرفيت لورول د حکومت له اصلي تگلارو خخه شميرل کيزي

په ملگرو ملتونو کي د افغانستان استازي له دي سره ويلي په روانه جگره کي د ملکي او پوخي تلفاتو شميره لوره شوي ده

په ملګرو ملتونو کې افغانستان استازي محمود صیقل ویلي د ژمي په رارسیدو سره د طالبانو له لوري د جګړې فصل د لنډې مودې لپاره پای ته رسیدلی دی.

دوی ويلي له کله چې په افغانستان کې د طالبانو رژیم نسکور شوی تیر کال تر ټولو خونړی کال وو. په دې کال کې ملکيانو او پوځیانو ته ډیره مرګ ژوبله اوښتې او پر هیواد د طالبانو القاعدې او داعش له لوري ډيری بریدونه شوي دي.

خو د افغانستان سفیر د روان کال په جګړو کې د ملکي او پوځي تلفاتو د شمیرې په هکله مالومات نه دي ورکړي خو د دوه زره پنځه لسم نیمایي کال ریپوټ ددې ښکارندوي کوي چې په دې موده کې یو زر شپږ سوه ملکیان وژل شوي او له درې زره درې سوه ډير نور ټپیان دي.

همدارنګه ښآغلي صیقل ویلي په شمالي وزیرستان کې دد وسله والو طالبانو پر وړاندې د پاکستاني پوځي بریدونه چې له افغانستان سره یې همغږي کړي نه وو افغان خاورې ته د ډيرو وسله والو د راتګ لامل شوي او افغان سوله به هغه مهال ګټوره وي چې پاکستان په خپل سیاست کې بدلون راولي.

له دې سره دوی زیاته کړې د ملي یوالي حکومت خپل سیاست په دوه تګلارو پر مخ بیایي لومړی د سیمه ایزو او نریوالو هځو له مخې د پخلاینې د خبرو پر مخ بیول او له خپلې خاورې د دفاع په موخه د افغان امنیتي ځواکونو پیاوړتیا

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *