د امریکا ولسمشر بارک اباما د اقلیم د بدلون په تړاو پاریس کې سرمشریزه غونډه کې وویل چې هېڅ هېواد، نه کوچنی نه لوی، نه شتمن او نه هم بډای د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې خوندي نه دی.

د ۱۹۵ هېوادونو مرکچیان به په دوو اونیو کې هڅه وکړي د خبرو اترو له لارې سره یوې موافقې ته ورسېږي151130122625_president_barack_obama_640x360_reuters_nocredit چې له مخې یې وکړی شي د چاپېریال ککړوونکو ګازونو کچه ټيټه کړي او نړیواله تودوخه کابو کړي.

په دغه کنفرانس کې چې COP21 بلل کېږي د ۱۴۷ هېوادونو مشران خبرې کوي چې تر ټولو د ډېرو ګازونو ټولیدوونکو هېوادونو مشرانو لکه چین،امریکا او روسیې خپلې خبرې واورولې.

ولسمشر اوباما له ټولو وغوښتل چې یوې ګټورې موافقې ته سره ورسېږي ځکه چې “راتلونکی نسل په تمه دی”.

د روسیې ولسمشر ولادېمير پوتین وویل ” موږ وښودله چې د اقتصادي پرمختګ تر څنګ پر چاپېریال هم خیال ساتو “.

د چین ولسمشر شي جن پنګ بیا وویل دی فکر نه کوي چې د پاریس غونډه دې د ” پای ټکی وي، دا د پیل ټکی دی ” او ادامه به لري.

خ پر ودې هېوادونه له صنعتي هېوادونو غواړي چې د ککړو ګازونو د تولید د کمولو په برخه کې دې ډېره ونډه واخلي ځکه چې د هوا په ککړولو کې هم د دوی ونډه تر نورو ډېره وه.

خو شتمن هېوادونه ټینګار کوي چې فشار باید پر ټولو په مساوي ډول ووېشل شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په غونډې کې ګډ‌ون کړی چې ټاکل شوې ده د اقلیمي بدلون د مسالې تر څنګ، د خپل سفر په ترڅ کې د ګاونډي هېواد پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره هم په پاریس کې لیدنه وکړي.

پرهمدې مهال، د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې سلګونو زرو کسانو د اقلیمي بدلون لپاره د لا ډېرو چټکو ګامونو اخیستو په پلوۍ لاریونونه کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *