ښاغلي غني وویل د افغانستان پراختیايي طرحې کولی شي په هند او پاکستان کې د شین کوریزو ګازو کمېدو لامل شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پاریس کې د اقلیمي بدلون په تړاو جوړه شوې سرمشریزه کې وویل، هېواد یې له اوبو، لمر او باد نه په ګټې اخیستو د ۳۱۶ زره مېګاواټه برېښنا تولیدولو توان لري151201064147_ghani_france_640x360_arg_nocredit.

دی وايي، د افغانستان پراختیايي طرحې په سیمه کې د شین کوریزو ګازونو د کمېدو لامل ګرځېدلی شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، ښاغلي غني په دې نړیوال کنفرانس کې وویل، له مرکزي آسیا او سوېلي آسیا نه د طبیعي ګازو او برېښنا لېږدول د افغانستان پراختیايي طرحې مخته وړې دي.

ښاغلي غني وویل، د افغانستان پراختیايي تګلوری ددې لامل کېږي چې د ځمکې په زړه کې کاربون ډېر نه شي، بلکې ددې طرحې عملي کول ددې لامل کېږي چې دغه ګاز په هند، پاکستان او ټولو ګاونډیو هېوادونو کې هم کم شي.

ولسمشر غني پخپله وینا کې یوځل بیا ټینګار کړی چې افغانستان د ترهګریزو ډلو پروړاندې ځان ته د هیلو او ښه راتلونکې لاره غوره کړې ده.

ښالغي غني وویل، د پاریس غونډه د ځمکې د ګرمېدو د مخنیوي د چوکاټ برابرولو لپاره ښه فرصت دی.

ولسمشر غني د تېرې دوشنبې په ورځ پاریس کې د اقلیمي بدلون په تړاو سرمشریزه کې د ګډون لپاره پاریس ته ولاړ.

په دې سرمشریزه کې د نړۍ ۱۴۷ مشران ګډون لري.

د افغانستان هغه سیمې چې د لمریزې برېښنا د تولید وړتیا لري

ولسمشر غني پاریس کې د پاکستان او بریتانیا له مشرانو سره دوه اړخیزې او درې اړخیزې خبرې کړې دي.

ښاغلي غني د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف او د بریتانیا له لومړي وزیر ډیویډ کامیرون سره د سرمشریزې په پیل کې دوه اړخیزې او بیا درې اړخیزې خبرې درلودې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *