ترکيي له اروپا سره ژمنه کړې چي له دي لاري به اروپا ته د کډوالو مخنيوی کوي له دې سره اروپايي ټولني هم ترکيې ته د امتياز ورکولو ژمنه کړې ويلي يي دي په دي هکله له ترکانو سره د درې ميلياردو يورو مرسته کوي
د بروکسل د تیرې شپې په ناسته کې ترکیې او اروپایي ټولنه هوکړې
د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اغلو په دې ناسته کې ددوی او اروپایي ټولنې ترمنځ هوکړه یوه تاریخي هوکړه ښودلې ده.
له دې سره د اروپا کمیسیون ریس هم ویلي په ترکیه کې د کډوالو ستونزو د هواری لپاره به دوی درې میلیارده یورو له ترکیې سره مرسته وکړي
ينس کلاود يونکر – ” مونږ له ترکیې سره د مرستې په موخه درې میلیارده یورو چمتو کولو ته چمتو یو ددې دریو میلیاردو ډالرو ورکړه له کوم قید او شرط پرته تر سره کیږي او لګښت به یې هم د دواړو خواوو له لوري تر سره شي.” کليپ ۱
د ترکیې لومړي وزیر هم ویلي: د تر سره شوې هوکړې له مخې ترکان له کومې ویزې پرته د شنګن هیوادونو ته سفر کولای شي ده ویلي له اروپایي تولنې سره د ترکیې د یوځای کیدو خبرې به هم له سره پیل شي ده ویلي ترکیه او اروپا له ګډ برخلیک سره مخ دي او له دې ټولنې سره د ترکیې یو ځای کیدل په نړیوالې سولې اغیزه وکړي
احمد داود اغلو – ” مونږ له ترکیې سره د یوځای کیدو لپاره بیا هڅې پیل کړې دي مونږ په دې هوکړه کړې چې داروپا په ګاونډ کې به د بې ثباتی او دې ټولنې ته د کډوالو د ورتګ مخنیوي په برخه کې هڅې او همکاري وکړو.” کليپ ۳
د ملګرو ملتونو د کډوالو ځانګړې د ریپوټ له مخې په روان کال کې اوه سوه شل زره کډوال د اروپا په لور خوځیدلي چې ډيری یې د ترکیې له خاورې په تیریدو یونان او له دې وروسته نورو هیوادونو ته رسیدلي دي
اوس مهال ډيری افغان سوریي پاکستاني ایراني بنګله دیشي او د نورو هیوادونو کډوال په ترکیه کې میشت دي او له دوی څخه ډیر یې اروپا ته د تګ هڅې کوي.