اسراييلي پوليسو “فلسطينی بريدګر” وژلی
د تېرو دوو مياشتو بريدونو کې شاوخوا ۱۵ اسراييليان او څه کم ۸۰ فلسطينيان وژل شوي دي
د اسراييلو پوليس وايي هغه فلسطينی چې پر يوه اسراييلي پوليس يې د چاقو بريد کړی د امنیتي پوليسو له خوا په ډزو وژل شوي دي.
له سيمې څخه راغلي راپورونه وايي د بريد له امله پوليس ټپي شوی دی.
د دې ډول بريدونو دغه نوې پېښه د بيت المقدس ښار کې رامنځ ته شوې ده. د تېرو دوو مياشتو بريدونو کې شاوخوا ۱۵ اسراييليان او څه کم ۸۰ فلسطينيان وژل شوي دي.
اسراييل وايي د دغو فلسیطينيانو له نيمايي زياتو يې غوښتل چې د چاقو يا دې ته ورته وسايلو په توګه د اسراييلو پر امنیتي ځواکونو او يا ولسي وګړو بريد وکړي.
د تېر سپټمبر مياشت کې د دواړو غاړو تر منځ تاوتريخوالی، د هغو اوازو له خپروېدو وروسته چې اسراييل غواړي “حرم شريف” کې پر يهودانو ځينې بنديزونه ليرې کړي زيات شوی دی.
دغه سيمه د مسلمانانو او يهودانو دواړو لپاره د اهميت وړ ده.
مسلمانان په دغه سيمه کې عبادت کوي، يهودان يې يوازې د ليدلو اجازه لري خو نشي کولای هلته عبادت وکړي.
اسراييلي چارواکو د دې ډول بنديزنو د لري کولو راپورونه رد کړي دي.
بل خوا د فلسطيني بنديانو او خوشي شويو د چارو يوې اړوندې ادارې ويلي، اسراييلي ځواکونو د روان کال اکتوبر مياشتې راهيسې شاوخوا ۲۴۰۰ فلسطينيان بندي کړي دي.
د دوی په وينا نيمايي نيول شوي فلسطينيان ماشومان دي.