د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له کرملین نه یو فرمان صادر کړی، چې پربنسټ یې له ترکیې نه پر ځینو واردېدونکو توکو بندیز لګول شوی.

په بندیزونو کې، روسیه کې د ترکي شرکتونو د فعالیتونو ځنډول151128201537_putin_640x360_reuters_nocreditو امر هم شوی، او هغه ترکان چې په هېواد کې د روسي شرکتونو لپاره کار کوي، باید دندې یې وځنډولې شي.

همداشان، ددواړو هېوادونو د راکړې ورکړې او سیاحتي سوداګریزو الوتنو بندولو امر هم شوی.

وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ایردووان له روسیې نه بښنه غوښتې وه.

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري بیسکوف د شنبې په ورځ وویل، ولسمشر ولادیمیر پوتین ”په بشپړه توګه چمتو دی” چې له ترکیې سره هر راز معامله وکړي.

بیسکوف زیاتوي، د ترکیې د هوايي ځواک له خوا د روسۍ الوتکې ویشتل ”پخپله لېونتوب” دی.

نوموړي د روسیې تلوېزیون ته ویلي ”هېڅوک دا حق نه لری چې روسۍ الوتکه له شا څخه راوغورځوي”، دی وايي د ترکیې هغه دلیل چې ګني الوتکه د دوی هوايي حریم ته ننوتلې وه ”کاریکاتور” غوندې څرګندونې دي.

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري بیسکوف د شنبې په ورځ وویل، ولسمشر ولادیمیر پوتین ”په بشپړه توګه چمتو دی” چې له ترکیې سره هر راز معامله وکړي.

دی وايي، په دې سره ولسمشر دې کړکېچ دې حد ته رسولی لکه د جګړې حالت کې وي.

دفاعي سیستم

پر همدې مهال، روسیه په سوریه کې د دفاعي سیستم پیاوړي کولو لپاره لاس په کار شوې ده، او هلته یې سمندرغاړي لاذقیه ښار کې خپلې اډې ته اېس ۴۰۰ ډوله توغندي رسولي دي.

روسیې له تېر سپتمبر میاشتې راهیسې سوریه کې هوايي بریدونه پیل کړي، چې ظاهراً یې هدف د ”ترهګرو” ډلو ځپل دي.

وړاندې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته ویلي وو، چې روسیې ته آن خپل ضروري سفرونه هم وځنډوي.

د سوریې سمندرغاړو سیمو ته د ‘موسکاوا’ په نامه روسي جنګي توغندي استول شوي

اېس ۴۰۰ ډوله روسي توغندي په روسیه کې تر ټولو پرمختللي توغندي دي

وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا ګام یې ځکه اخیستی، چې په وروستیو کې روسیه کې د مېشتو ترکانو او زیارت کوونکو ځورول ډېر شوي دي.

د تېرې جمعې په ورځ د ترکیې ولسمشر رجب طیب ایردووان ویلي وو، روسیه دې په سوریه کې له پوځي ځواکه د کار اخیستو له لارې له ” اور سره لوبې کول” بند کړي.

ترکیه چې د ناټو غړیتوب لري، ټینګار کوي چې سوریه کې د ټیکاو راتلو لپاره بشار الاسد باید له واکه لیرې شي.

روسي رسنۍ وايي دا لومړی ځل دی چې د اېس ۴۰۰ په نامه توغندي له روسیې بهر ځای پرځای کېږي

ترکیه او روسیه دواړه وايي د ”اسلامي دولت” ډله باید له منځه ولاړه شي.

وړاندې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو، د روسۍ الوتکې ویشتل د روسیې په ملا کې د خنجر وهل دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *