د فرا والي محمداصف ننګ په هغې ځانګړې مرکه کې چې سلام وطندار راډیو سره یې کړې ده، ویلي دي، چې دغه ولایت د هېوا په لویدیځ کې تر ټولو زیات وسله وال طالبان او کم امنیتي تشکیلات لري.

دی وايي، چې د تشکیلاتو د کموالي ستونزې سره ـ سره دوی ښه امنیتي فعالیتونه کړي ديTaliban.

ننګ وايي، په دریېو ولسوالیو کې عملا نښتې موجودې دي او د دوه ولسوالیو امنیت هم له ګواښ سره مخ دی.

نوموړي وویل، د فرا په بالابلوک، خاک سفید او پشت رود ولسوالیو کې هر ورځ د افغان امنیتي ځواکونو او طالب اورپکو تر منځ نښتې روانې وي، خو بکوا و ګلستان ولسوالیانې بې له نښتې د طالبانو له ګواښ سره مخ دي.

ننګ زیاتوي، چې په تېرو لسو میاشتو کې وسله والو طالبانو شاوخوا ۸۲ یرغلییز بریدونه کړي دي، چې د دغه ولایت د ولسوالیو مرکزونه ونیسي، خو په دې بریدونو کې پاتې راغلي دي.

د فرا والي اصف ننګ وویل، چې په دې ورستیو میاشتو کې د وسله والو طالبانو سره بېره د داعش اورپکې ډلې هم په خاک سفید ولسوالۍ کې فعالیتونه پیل کړي وو، چې د سیمې خلکو، نامسوله وسله والو او طالبانو له لوري نابود شول.

د فرا والي داعش اورپکي په افغانستان کې د ناچلې نسخې په نوم یادوي او وايي، چې د دغې ډلې اشخاص په دې ولایت کې ځای نه لري.

دی وايي، مرکزي حکومت په دغه ولایت کې دغربت سره دمبارزې په برخه کې پاملرنه نه ده کړې او په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

په ولسي جرګه کې د فرا استازې حمیرا ایوبي وايي، دغه ولایت د زیاتې پراختیا او د امنیتي ځواکونو د کمو تشکیلاتو له کبله په ۱۴ کلونو په کې پوره امنیت ټینګ نه شو.

مېرمن ایوبي وايي، چې وسله وال طالبان له ۱۴ کلونو راهیسې په بالابلوک، خاک سفید او بکوا ولسوالیو حاکم دي.

نوموړې زیاته کړه، چې یواځې د ګلستان ولسوالۍ له مرکز پرته په نورو ولسوالیو طالب اورپکي واک لري.

حمېرا ایوبي وايي، تر دې طالبان حاکم دي، چې د امنیتي ځواکونو خوراکي توکي د هوا له لارې د ولسوالیو مرکزونو ته لېږدول کیږي.

د مشرانو جرګې دغې غړې وویل، چې د پشت رود او پشت کوه ولسوالیو کې امنیت خوندي وو، خو سږکال ناامنه شوي دي.

د فرا ولایت د چارواکو په باور د ناامنیو یو لامل د هلمند ولایت سره شریکه پوله ده.

هلمند په سوېل کې تر ټولو ناامنه ولایت دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *