مقدونيا کې پناه غوښتونکو له پوليسو سره شخړې کړې دي

ډېری هغه کډوال چې له مقدونيا نه يې يونان ته د تېرېدو اجازه نه ده ترلاسه کړې د ایران، پاکستان او مراکش اوسېدونکي دي

په مقدونيا کې وروسته له هغې ۴۰ کسان ټپيان شول چې قهرېدلو پن151111155121_migrants_to_europe_640x360_epa_nocreditاه غوښتونکو له هغو پوليسو سره نښته وکړه، چې دوی يې يونان ته نه پرېښودل.

د دغه هېواد امنيتي سرتېرو د شنبې پر ورځ له يونان سره پر پوله د مقدونيا په سويلي پولو کې د کډوالو د مخنيوي لپاره نوي خنډونه جوړ کړي دي.

لسګونو پناه غوښتونکو وروسته له هغې چې د بالکان هېوادونو له لوري پرې سخت محدوديتونه ولګېدل، خپله غوسه د تيږو په وارولو وښوده.

راپورونه وايي د مقدونيا پوليس د لنډ وخت لپاره يونان ته واوښتل او پر پناه غوښتونکو يې بې سده کوونکي لاسي بمونه ور وغورځول.

د مقدونيا د کورنيو چارو وزارت وايي په دغه نښته کې ۱۸ پوليس هم ټپيان شوي، چې دوه يې په روغتون کې بستري دي.

د مرستو رسولو ډلو اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي د شاوخوا ۲۰ پناه غوښتونکو درملنه چې په سر لګېدلي وو او تنفسي ستونزې يې لرلې تداوي شوې ده.

ډېری هغه کډوال چې له مقدونيا نه يې يونان ته د تېرېدو اجازه نه ده ترلاسه کړې د ایران، پاکستان او مراکش اوسېدونکي دي.

په روان میلادي کال کې نژدې ۷۲۰زره کډوال چې لويه برخه يې د سوريې، عراق او افغانستان دي يونان ته ورغلي دي

۴۱ کلنه فاطمه چې د ايران د اهواز ده اسوشيېټېډ پرېس ته ويلي: ”لس ورځې کېږي چې له دوو زامنو سره مې دلته يم. نيت لرو چې اتن ته ولاړ شو. موږ ايران ته بېرته نه ستنېږو. هلته زندان زموږ انتظار باسي.”

په روان میلادي کال کې نژدې ۷۲۰زره کډوال چې لويه برخه يې د سوريې، عراق او افغانستان دي يونان ته ورغلي دي.

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو اداره وايي د دغو کډوالو ډېره برخه غواړي ځان جرمني، ناروې او سويډين ته ورسوي.

يو مراکشی چې د پوليسو له لوري يونان ته له اووښتو راوګرځول شو خپل ځان د برېښنا مزي ته په لاس وروړلو وسوځاوه، چې روغتون ته ولېږدول شو.

وروسته له هغې لومړنۍ نښتې پيل شوې. په ويډيويي تصويرونو کې ښکاري چې پناه غوښتونکي نارې وهي (لاره پرانيزئ) او بيا کاڼي واروي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *