د کورنیو چارو وزارت په قراردادونو کې ۸۷ ميلیونه افغانۍ سپما شوې

د ملي تدارکاتو کمېسیون د دوه ميلیارده او اووه سوه ميلیونه افغانیو په ارزښت ۱۹ قراردادونه منظور کړل.

ياد کمېسيون دولسمشر محمداشرف غني په مشري تېر ماښام په ارګ کې ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د بېلابېلو وزارتونو او ادارو د ۲۵ قراردادونو په هکله بحث او پرېکړه وشوه. منظور شوي زیات قراردادونه د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو وو، چې د کورنیو چارو وزارت په قراردادونو کې ۸۷ ميلیونه افغانۍ سپما هم وشوه.

ديادونې ده چې د ملي تدارکاتو کمېسیون په ۳۱ اوونیزو غونډو کې د ۶۹ ميلیارده افغانیو په ارزښت ۴۴۰ قراردادونه منظور شوي او په دې قراردادونو کې له ۹ ميلیارده افغانیو څخه زیاته سپما شوې ده.

د غونډې په پیل کې د حج پروسې د لګښتونو په هکله بحث وشو. د حج او اوقافو وزارت او اریانا شرکت مسوولینو د ملي تدارکاتو کمېسیون ته د حج پروسې د لګښتونو په هکله خپل تفصیلي راپور وړاندې کړ.

وروسته ولسمشر غني یو ځل بیا د حج پروسې مدیریت او انسجام بریالی وباله او د حج او اوقافو وزارت ته یې لارښوونه وکړه، چې په راتلونکي کې د دغې مقدسې فریضې د لا ښه اداکولو په خاطر دې هڅې وکړي او افغان حاجیانواو زیارت کوونکو ته دې په کمپونو او ترمینل کې په کم لګښت ښه امکانات او اسانتیاوې برابرې کړي.

د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش همدارنګه ټینګار وکړ، چې په راتلونکي کې دې د چارو لا ښه والي ته جدي پاملرنه وکړي او د پروسې لګښتونه دې را کم کړي.

د ملي تدارکاتو کمېسیون پرېکړه وکړه، چې د حج او اوقافو وزارت دې د حج د پروسې بشپړ مالي راپور ترتیب کړي او اریانا شرکت دې د خپلو فعالیتونو د ښه والي او د خدماتو په برخه کې دکیفیت او شفافیت د تامین په خاطر د پنځه کلنې پانګونې پلان ترتیب کړي.

محمداشرف غني لارښوونه وکړه، چې اریانا شرکت باید د خپل ښه راتلونکي په خاطر د مالي پلټنې بهیر بشپړ کړي. د حج او اوقافو وزارت او اریانا شرکت مکلف شول، چې د حج د پروسې په هکله د خپلو مالي لګښتونو راپور په یوه جلا غونډه کې د حکومت اجرائیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله ته وړاندې کړي.

وروسته د ترانسپورټ وزارت او د ملکي هوایي چلند ادارې د خوست د هوایي ډګر د پروژو د ارزونې راپور وړاندې کړ او د تخنیکي ارزونې د موندنو، د پروژې د قېمت او امنیتي پلان مطابق یې د یادې پروژې د بیا پیلولو مناسبې حل لارې یادې کړې.

ولسمشر غني د راپور له اورېدلو وروسته څرګنده کړه، چې د خوست هوایي ډګر له هر پلوه د افغانستان خلکو ته ځانګړی ارزښت لري، له همدې امله دې دخیلې ادارې او د ولایت مقام د پروژې د کار د بیا پیل او بشپړولو په هکله پر وخت لازم اقدامات وکړي.

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ترانسپورټ وزارت او د ملکي هوایي چلند اداره مکلف کړل، چې د ارزونو پیشنهادي حل لارې په یو مشخص پیشنهاد کې د تصمیم نیولو په موخه کمېسیون ته وړاندې کړي.

د پوهنې وزیر د هغو ۱۱۰ ښوونځیو د پروژې د ارزونې د موندنو راپور چې د جوړولو چارې یې د بېلابېلو لاملونو له مخې له زیاتو کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي د ملي تدارکاتو کمېسیون ته هم وړاندې کړ .

ولسمشرغني او د ملي تدارکاتو کمېسیون ټولو غړو د راپور په موندنو مفصل بحث وکړ او پرېکړه یې وکړه، چې د دې پروژو بشپړول مهمه اړتیا ده او د پوهنې او مالیې وزارتونه یې مکلف کړل، چې د دې پروژو د طبقه بندي په هکله د کار د پرمختګ د سلنې پر بنسټ د ښوونځیو نقشې، مالي وجوه، ورکړل شوې پیسې او نور له کلیو پراختیا، ښار جوړولو، فواید عامې وزارتونو او نړیوال بانک سره شریک کړي او د دوی همکاري وغوښتل شي، تر څو د امکان تر وسه هغه پروژې چې د کار د پرمختګ سلنه یې لوړه ده، خو بشپړې شوې نه دي باید بشپړې شي او په نورو مواردو کې هم اقدامات وشي.

ولسمشرغني او د کمېسیون ټولو غړو ټینګار وکړ، هغه افراد او قراردادیان چې له کوم دلیل پرته یې د هېواد د دغو حیاتي پروژو په تطبیق کې کاري خلاف ورزي، قانوني سرغړونه او ناوړه ګټه کړې وي، هغوی دې تشخیص کړي او تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې دې ونیول شي.

د عامې روغتیا، کانونو، د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې اوکرنې وزارتونو او د ولسمشر د ساتنې ریاست او مشرانو جرګې ځینې قراردادونه او تدارکاتي موضوعات هم په اجنډا کې شامل وو، چې د هر یوه په هکله اړوند تصامیم ونیول شول.

په دې غونډه کې دحکومت اجرايي ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې، عدلیې او اقتصاد وزیرانو او د ملي تدارکاتو کمېسیون غړو هم ګډون کړى وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *