له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې د ولسمشر او د حکومت د اجرايي مشر د شتمنيو نوملړ خپور کړى، چې پر بنسټ يې د ولسمشر او د هغه د مېرمنې رولا غني شتمني ٣٢٠ ميليون افغانۍ (شاوخوا ٤،٧ ميليون ډالر) ده او د اجرايي مشر بيا ١٠ ميليون افغانۍ (له ١٥٣زره زيات ډالر) اعلان شوې ده.

دغه ادارAbdullah and Ashraf ghaniه وايي، له تېرې يوې اونۍ راهيسې يې د يو شمېر لوړپوړو حکومتي چارواکو د شتمنيو د ثبتولو لړۍ پيل کړې، چې د ولسمشر او اجرايي مشر منقوله (د لېږد وړ) او غيرمنقوله شتمني هم په کې شامليږي.

له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې مشر سيد غلام فخري، وويل چې تر اوسه پورې يې د ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايه مشر عبدالله عبدالله، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش او د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي احمد ضياء مسعود شتمنۍ ثبت کړې دي.

هغه زياته کړه، په دغه لړۍ کې د شتمنۍ ثبت، تدقيق او د ترلاسه شويو معلوماتو خپرول شامل دي.

د هغو معلوماتو پر بنسټ چې د روان کال د ليندۍ مياشتې په دويمه نېټه د يادې ادارې له لوري خپاره شوي، راغلي چې ولسمشر او د هغه مېرمن رولا غني ٣٢٠ ميليون افغانۍ (کابو ٤،٧ ميليون ډالر) منقوله شتمني لري، چې دغه اندازه پيسې يې په لبنان او امريکا کې د پلرني جايدادونو او مالونو له پلورلو ترلاسه کړې دي.

سرچينه زياتوي، د افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د ولسمشر غني او د هغه د مېرمنې ډېره شتمني شريکه ده.

په هغې فورمه کې چې د يادې ادارې له لوري خپره شوې، تر سترګو کېږي چې د رولا غني د ټولو ګاڼو مجموعي ارزښت، چې په ١٩٧٠ کال کې د هغې د پلار له لوري ورته ډالۍ شوې؛ شاوخوا ٣،١ ميليون افغانۍ (کابو ٤٦زره ډالره) کېږي.

پر دې سربېره د محمد اشرف غني په نوم د کابل په دارالامان سيمه کې يو کور چې څلور جريبه او ٣٠٠ متره دى، ثبت شوى چې په ١٣٨٢ لمريز کال کې يې د عين الدين په نوم له يوه کس څخه د ٢٥ ميليونو افغانيو (کابو ٣٧٣زره ډالرو) په بيه پېرلى، چې اوسنى ارزښت يې شاوخوا ٣٥٠ ميليون افغانۍ (٥،٢٢ ميليون ډالر) کېږي.

د ولسمشر له قوله، دغه پيسې په امريکا کې د هغه د جايداد له پلورلو څخه ترلاسه شوې دي.

سرچينه زياتوي، رولا غني په واشنګټن کې يو اپارتمان لري چې ارزښت يې ٢٢ ميليون افغانۍ (کابو ٣٢٨ زره ډالر) کېږي او دغه اپارتمان يې د خپلو تقاعدي معاشونو پر پيسو پېرلى دى.

د خپرو شويو معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د ولسمشر او د هغه د مېرمنې نقدي پانګه له ٧١زره ډالرو اوړي، چې دغه اندازه پيسې يې د تقاعدي معاشونو او په امريکا کې د اپارتمان له کرايې راټولې کړې دي.

ولسمشر ٨ شخصي موټر هم لري، چې ارزښت يې له ١٠٢ ميليونو افغانيو (١،٥ ميليون ډالر) اوړي.

په دغې فورمه کې يادونه شوې، چې ولسمشر او د هغه مېرمن اوه زره ټوکه کتابونه هم لري، چې په کابل او د لبنان په پلازمېنه بيروت کې ساتل کېږي او د دغو کتابونو ارزښت ١،٢ ميليونه افغانۍ (کابو ١٨زره ډالر) کېږي، چې هغه يې په تېرو څلوېښتو کلونو کې له خپلو معاشونو پېرلي دي.

دغه راز اشرف غني ته په کابل او لوګر کې له خپل پلار څخه ١٢٢٠ جريبه ځمکه او باغ په ميراث پاتي دي.

همدارنکه رولا غني هم په لبنان کې ٦٠ جريبه باغ لري چې د هغې، دوو وروڼو او يوې خور تر منځ شريک دى. د دغو جايدادنو بيه هم له ٣٢٠ ميليونو افغانيو (کابو ٤،٧ ميليون ډالر) څخه تر ٦٤٠ ميليونو افغانيو (کابو ٩،٥ مليون ډالر) پورې اعلان شوې ده.

اشرف غني د امريکا د يوه څېړنيز شرکت غړى دى، چې ٤،٥ ميليونه افغانۍ (څه باندې ٦٧زره ډالر) په ياد شرکت کې ونډه لري.

ولسمشر غني په مياشت کې د خپل تقاعد حقوق ٢٦٦زره افغانۍ (شاوخوا څلور زره ډالر) له نړيوال بانک څخه هم ترلاسه کوي، له افغان دولت څخه هم ٤٨٧ افغانۍ (څه باندې اووه زره ډالر) حقوق ترلاسه کوي، مېرمن رولا غني هم ١٦٥زره افغانۍ (څه باندې ٢٤٠٠ ډالر) امريکا کې له خپل اپارتمان څخه مياشتنۍ کرايه ترلاسه کوي.

له اداري فساد سره د مبارزې ادارې له خلکو څخه غوښتنه کړې، که اشرف غني نور شمتني هم لري او نه وي ثبت شوي، دې بنسټ ته دې خبر ورکړي.

يادې ادارې همداراز د اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله شمتنۍ هم ثبت کړې او وړاندې زياتوي، چې نوموړي د تلې په مياشت کې خپله منقوله (دلېږد وړ) شتمني ١٠ ميليونه افغانۍ (څه باندې ١٥٣زره ډالر) ښودلې او ويلي يې دي، چې د الفلاح بانک کابل څانګه کې هم خپل بانکي حساب کې اووه زره ډالر لري.

ياده اداره وايي چې د عبدالله مېرمن او څلور اولادونه يې هم په هند کې ژوند کوي، چې د هر تن د زده کړې کلنى فيس له ٣٠زره هندي کلدارو (شاوخوا ٤٦٠ ډالره) تر ٣٥زرو هندي کلدارو (شاوخوا ٥٣٠ ډالره) ته رسېږي.

له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې د معلوماتو له مخې، د عبدالله کورنۍ مياشت کې ١٠٠زره هندۍ کلدارې (شاوخوا ١٥٠٠ ډالره) د کور کرايه ورکوي، د کور يوې مياشتې لګښت يې ٦٠زره هندي روپۍ (شاوخوا ٩٣٠ ډالره) کېږي او اته زره کلدارې د اوبو او برېښنا مياشتنى لګښت ورکوي.

ډاکټر عبدالله په دې اړه چې څومره ګاڼه لري، ليکلي دي چې يو ساعت يې ٤٥٠زره افغانۍ (شاوخوا ٦٧٠٠ ډالره) او بل ساعت يې ٤٣٠زره افغانۍ (شاوخوا ٦٤٠٠ ډالره) ارزښت لري چې دواړه يې د ډالۍ په توګه ترلاسه کړي دي.

نوموړي ويلي چې مېرمن يې هم د سرو زرو يو سيټ لري، چې ارزښت يې ٥٠٠زره افغانۍ (شاوخوا ٧٤٠٠) ډالرو ته رسېږي.

د حکومت اجرايي مشر کاږلي دي، چې يو کور د کابل کارته پروان سيمه او يو جريب ځمکه پغمان ولسوالۍ کې لري، چې دواړه يې د مېرمنې (فخريې) په نوم دي، نوموړى په خپله هم د کابل پغمان سيمه کې يو بڼ او پنجشېر ولايت کې يو مېلمستون لري.

د عبدالله په وينا، نوموړى مياشت کې ٢٩٨زره افغانۍ خپل حق او ١٠٠زره افغانۍ لګښت په توګه له دولت څخه ترلاسه کوي، چې له دې پرته بله ګټه نه لري.

له فساد سره د مبارزې عالي اداره وايي، د دولتي چارواکو د شتمنيو د ثبت او خپرولو پروسه روانه ده او له نورو چارواکو څخه يې غوښتنه کړې ده، څو خپلې شتمنۍ ډېر ژر ثبت کړي او له دې ادارې سره همکاري وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *