د جنوبي کوریا ولسمشره غواړي چې ترهګري ناقانوني کړي411989

د جنوبي کوریا د استخباراتو ۱۰ داسې کسان نېولي، چې د «اسلامي دولت» له ترهګرې ډلې سره تړاو لري. دغه اطلاعات له دې سره تقریبا هممهاله راووتل، چې د جنوبي کوریا ولسمشرې پک کین حې د هېواد له پارلمانه وغوښتل، چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې قانون، څومره چې کېدای شي، ژر تصویب کړي.

په وروستیو څو کالونو کې د جنوبي کوریا چارواکو ۴۸ تنه بهرنیان، چې په بین المللي ترهګرۍ کې د لاس لرنې شک پرې کېده، له هېواده شړلي دي. او په دې ورځو کې یې یو اندونیزیایی، چې په جعلي پاسپورټ جنوبي کوریا ته تللی وو، او له «القاعده» سره د تړاو شک پرې کېده، ونېو. ایا د دې ټولو معنا دا کېدای شي، چې د جنوبي کوریا لپاره هم د ترهګرۍ پرابلم همغومره جدي او حاد دی، چې د اروپا لپاره دی؟

د روسیې د یوه نوموَر ختیځپوه دمیتري سترېلڅوف په اند جنوبي کوریا د ترهګریز ګواښ پر ضد د مبارزې ډېر کلنه تجربه لري. او په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي:

دغه تجربه تر هرڅه لومړی د شمالي کوریا له پلوه د دغه هېواد په وړاندې له راپیدا کېدونکو ګواښونو او د کوریا په ټاپووزمه کې له دایمي بې ثباتۍ سره تړاو لري. او د همدې ټولو په پام کې نېولو سره، د جنوبي کوریا په دولتي سیستم کې داسې امنیتي اورګانونه شته، چې دنده یې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې کول دي. خو کله کله د دغو اورګانونو کار د دیموکراسۍ له کلاسیکو آرونو سره ټکر کوي، او په جنوبي کوریا کې دیموکراسي هم خپلې ځانګړتیاوې لري.

د ساري په توګه، د «بین المللي بښنه» د حقوق ساتي سازمان د اطلاعاتو له مخې، په جنوبي کوریا کې د دولتي امنیت د قانون له ناروښانه او تتو توکو څخه د دې لپاره استفاده کوي، چې په خپلسرۍ سره هغه وګړي وڅارل شي، چې د حکومت پر کړنو او په تېره بیا د شمالي کوریا په وړاندې پر سیاست نېوکې کوي. «د دیموکراسۍ د لارې نوې سیاسي ټلواله»، چې په جنوبي کوریا کې اساسي اپوزیسیوني ځواک دی، دېته په اندېښنه کې ده، چې ترهګریز ضد نوي قوانین به د سیاسي مخالفینو د ټکولو لپاره د استخباراتي اورګانونو «لاسونه خلاص کړي». د جنوبي کوریا ولسمشره پک کین حې په خپل وار د دې بلنې ورکوي، چې د «پروټېسټ کولو د زورزیاتي بڼو رېښې باید واېستل شي». د دې په اند، اوس، د «اسلامي دولت» پر ضد د مبارزې د تودېدو پر مهال، ترهګر کولای شي، چې د ناقانوني لاریونونو پر مهال د لاریونوالو لیکو ته ورننوزي او په خپلو کړنو د هېواد د وګړو لپاره ګواښونه راپیدا کړي. خو دمیتري سترېلڅوف د پک کین حې د دغو بلنو علت په بل څه کې ویني:

په ډېر احتمال خبره په جنوبي کوریا کې پر داخلي سیاسي مبارزه او د پک کین حې له کړنلارې نه د خلکو پر ناخوښۍ ده. خو اوس په نړۍ کې ټوله پاملرنه د سوریې بحران او د «اسلامي دولت» پر ضد مبارزې ته اوښتې ده. نو ځکه، ویلای شو، چې د جنوبي کوریا ټولنه به د هغو ټولو کارونو ملاتړ وکړي، چې ولسمشره پک کین حې یې د «اسلامي دولت» له پلوه د ګواښونو په وړاندې د سرته رسولو بلنې ورکوي.

سیول چمتو دی، چې د ترهګرۍ پر ضد په بین المللي مبارزه او د کډوالو د پرابلم په حل کولو کې خپله ونډه واخلي. دمیتري سترېلڅوف زیاتوي، چې د جغرافیایي علتونو له امله، د دې اټکل سخت دی، چې د کډوالو ستر بهیرونه به جنوبي کوریا ته ورروان شي. دی په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي:

څو سوه او حتا له همدې هم په لږ شمېر کډوال به وغواړي، چې جنوبي کوریا ته لاړ شي. او دا د جنوبي کوریا لپاره ډېر ووړ شمېر دی. په جنوبي کوریا کې د کډوالو په وړاندې د خلکو چلند ډېر ښه دی او د هغوی په وړاندې زړه سواندي څرګندوي. په جنوبي کوریا کې د نورو ولسونو ډېر استازي ژوند کوي. په جنوبي کوریا کې د کډوالو د منلو او د جنوبي کوریا د ټولنې د ژوند له شرایطو سره د هغوی د روږدي کولو ټاکلي میکانیزمونه جوړ شوي دي.

دمیتري سترېلڅوف د خپلې تبصرې په پای کې زیاتوي: خو دا هم د یادولو وړ ده، چې په جنوبي کوریا او په ټوله کې په ټوله ختیزه اسیا کې د سیمې له خلکو سره د کډوالو بشپړ ګډول د کلتوري-تمدني توپیرونو له امله ناشوني ښکاري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *