د سرچينو په وينا پېښه د بدخشان ولايت د خاش ولسوالۍ په پاره دښته کې رامنځ ته شوې ده

د افغانستان شمال ختيځ بدخشان ولايت ځايي چارواکي وايي د دې ولايت په خاش ولسوالۍ کې د دوو ځايي قوماندانانو تر منځ جګړه شوی چې مرګ ژوبله يې اړولې ده150722124158_badakhshan_640x360_bbc_nocredit.

چارواکي وايي په دې جګړه کې د فريد په نامه قومندان له خپلو دوو ساتونکو سره يو ځای وژل شوی او د بل قوماندان يو ساتونکي هم وژل شوی دی.

د دغو سرچينو په وينا پېښه د جمعې پر شپه د خاش ولسوالۍ په پاره دښته کې رامنځ ته شوې ده.

د بدخشان ولايتي شورا غړي عبدالله ناجي نظري بي بي سي ته ويلي چې قومندان فريد له خاش ولسوالۍ څخه د بدخشان ولایت مرکز ته روان و چې پر موټر يې د سراج او شرف الدين د کسانو له خوا د راکټ بريد وشو او فريد له دوو ساتوونکو سره يو ځای په کې و وژل شو.

ده وويل په دغو نښتو کې د قومندان سراج يو ساتونکی هم وژل شوی دی.

د ښاغلي عبدالله ناجي په وينا قومندان فريد د طالبانو پر وړاندې د ولسي پاڅون غړي او د دوی پر وړاندې جنګېده.

بل خوا سراج هم د سيمه ييزو پوليسو غړی و، چې افغان حکومت ورته وسله ورکړې وه.

د ځايي خلکو په وينا دغو دوو قومندانانو په خپل منځ کې سيالي او د يو بل له قوې کېدو وېره لرله.

د افغانستان په ځينو ولایتونو کې سيمه ييز خلک او ځينې پخواني جهادي قومندانان د وسله والو طالبانو او اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې د هېواد په بېلابېلو برخو کې جنګېږي.

خو څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني په دغه هېواد کې د خلکو له مسلح کولو سره کلک مخالفت څرګند کړی و.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *